ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت د دولتي کارکوونکو او قومي مشرانو وژونکې ډله ونيوله

23 Jan 2012 - 15:22
23 Jan 2012 - 15:22

کندهار ( پژواک ٣ سلواغه ٩٠ ) : د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست مسوولين وايي، چې يوه وسلواله پنځه کسيزه ډله يې نيولې، چې د قومي مشرانو او دولتي مامورينو د ترور په موخه ګومارل شوې وه.

دغه وسلواله ډله نن د سلواغې په ٣مه، خبريالانو ته هم وښودل شوه، چې پر خپلو جرمونو يې اعتراف کاوه.

د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پنځه کسيزه ډله د وسلوالو مخالفينو له خوا د قومي مشرانو، پوليسو او دولتي کار کوونکو د ترور لپاره په دنده ګومارل شوې وه.

هغه زياته کړه، د دغه رياست منسوبينو په کندهار ښار کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې له وسلو سره يو ځاى دغه ډله نيولې او پلټنې يې ترې پيل کړې دي.

د نوموړي په وينا، په يو لړ نورو عملياتو کې ، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د همدې اونۍ په اوږدو کې تر سره شوي، پنځه نور وسلوال مخالفين  هم له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

دى وايي، نيول شويو کسانو په کندهار ښار او ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر خلاف   وسلوال بريدونه کول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، له نيول شويو کسانو سره ١٢ ميله کلاشينکوفونه، ١ ميل پيکا، ١ ميل راکټ انداز، ٢ ميله تومانچې، ١٤ د کلاشينکوف شاجورونه، ٢ دوربينونه، ٢ کړۍ لاسي بمونه هم د ملي امنيت د منسوبينو لاس ته ورغلي دي.

د قومي مشرانو او دولتي کارکوونکو د وژلو په موخه د ګومارل شوې وسلوالې ډلې قوماندان ملا عبدالمتين له رسنيو سره په خبرو کې پر خپلو جرمونو اعتراف وکړ.

هغه وويل، په کندهار ښار او ولسواليو کې يې پر پوليسو، دولتي کارکوونکو او قومي مشرانو، ګڼ شمېرغلچکي  بريدونه کړي او يو شمېر کسان يې وژلي دي.

د نوموړي په وينا، له خپلو ملګرو سره يو ځاى يې د يو شمېر نورو کسانو د ترور پلانونه جوړول، چې د ملي امنيت رياست لخوا ونيول شول.

دغه وسلواله ډله داسې مهال نيول کېږي، چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې يو ځل بيا د قومي مشرانو او دولتي کارکوونکو په هدفي وژنو کې زياتوالى راغلى دى.

خو د ملي امنيت رياست مسوولين وايي، چې د دغې وسلوالې ډلې له نيول کېدو سره به، د هدفي وژنو کچه را ټيټه شي.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version