ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يان کوبيش : د سولې بهير افغاني دى او بايد افغانان يې مخې ته بوځي

25 Jan 2012 - 15:27
25 Jan 2012 - 15:27

کابل ( پژواک ٥ سلواغه ٩٠ ) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، چې د سولې بهير افغاني دى او بايد افغانان يې مخې ته بوځي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش دغه څرګندونې د سلواغې په پنځمه په کابل کې پخپلې لومړنۍ خبري غونډې ته وکړې.

يان کوبيش د ملګرو ملتونو د پخواني استازي سټېفين ډيمسټورا د ځاى ناستي په توګه ټاکل شوى او تېره اونۍ کابل ته را رسېدلى دى.

هغه نن په کابل کې د خپل ماموريت د لومړنۍ خبري غونډې پر مهال وويل چې د افغانستان امنيت او پرمختګ دده له کاري لومړيتوبونو څخه دى.

کوبيش زياته کړه چې د ماموريت دويم کار يې د سولې له هغه بهير څخه، چې افغان حکومت يې مخې ته بيايي، مرسته او ملاتړ کوي او په افغانستان کې د قانون پلي کېدل او پياوړي کول دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دسولې دبهير په اړه  وويل چې نور افغانان له جګړو ستړي شوي  او هر څوک سوله غواړي.

د هغه په وينا، چې د سولې روانه پروسه د افغانستان د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري. کوبيش زياته کړه : ((هغه شى چې ډېر مهم دى او زه پرې ټينګار کوم، هغه دا چې دا پروسه افغاني ده او بايد افغانان يې مخې ته بوځي.))

خو نوموړي وويل چې د حکومت ترڅنګ بايد ټولې سياسي ډلې، مدني ټولنه او د افغانستان خلک هم په دې پروسه کې ګډون ولري.

د پژواک اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې ټولې پرېکړې په واشنګټن کې کېږي، کابل ترې خبر نه وي، نو دې ته څه ډول افغاني پروسه ويل کېږي؟ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي  وويل : ((زه دې خبرې سره موافق نه يم، ځکه چې د سولې په اړه ټولې پرېکړې په افغانستان کې کېږي، نه په امريکا کې ، دا دى عملاً حکومت ، سياسي ډلې او مدني ټولنه په دې پروسه کې دخيله ده او خپل نظريات وړاندې کوي. ))

کوبيش وايي چې دکابل د تېر کال جرګه، د بن کنفرانس پايلې، پارلمان ته د ولسمشر وروستۍ وينا ، سيمې ته د ګراسمون سفر او اروپا ته د ولسمشر حامد کرزي اوسنى سفر دا ټولې دسولې لپاره هڅې دي، چې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا په ګډه ترسره کېږي .

هغه زياته کړه : (( په دې هڅو کې زموږ رول او نقش واضح دى له هغې پروسې څخه، چې افغانان يې پر مخ وړي، موږ ترې ملاتړ کوو.)) 

دغه راز د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وويل چې ددوى د مرستې بله برخه د سولې د عالي شورا له کمېسيون څخه ملاتړ کول دي .

د ملګرو ملتونو د ماموريت په اړه يان کوبيش وويل، لس کاله مخکې چې په افغانستان کې د کوم نظام بنياد اېښودل شوى و، موخه يې د يوه با اعتباره ادارې جوړول دي.

هغه زياته کړه چې افغان ځواکونو د مسووليتونو د لېږد له پروسې وروسته په راتلونکو کلونو کې بايد افغانستان په اقتصادي او ټولنيز لحاظ پخپلو پښو ودرېږي.

يان کوبيش وويل چې په دې برخه کې لومړى مسووليت دافغاني ادارو دى، چې په دې برخه کې کار وکړي او د ملګرو ملتونو مسووليت مرسته کول دي.

د ٢٠١٤ زېږديز کال د ولسمشريزو ټاکنو  پر مهال ديوناما د رول په اړه يان کوبيش وويل چې دغه ټاکنې به افغانان پرمخ بيايي.

خو کوبيش  زياته کړه چې دغه ټاکنې بايد ديموکراتې ، رڼې او دافغانستان د خلکو په ګټه وي.

ده وويل : (( زموږ رول به تخنيکي همکاريو پورې محدود وي، موږ د نړيوالې ټولنې په توګه د با اعتباره او ازادو ټاکنو ملاتړ کوو.))

د يادونې ده، چې د بون د دويم کنفرانس پر مهال ولسمشر حامد کرزي ويلي و ، چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به افغانان پخپله ترسره کوي او له بهرنيانو به په دې برخه کې مرسته و نه غواړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ناټو دافغانستان امنيتي حالت ښه ارزوي، خو ملګري ملتونه يې په اړه بل څه وايي، ځانګړي استازي يان کوبيش وويل چې دا ټولو ته روښانه ده، چې د افغانستان امنيتي حالت د اندېښنې وړ دى.

هغه زياته کړه : (( له بده مرغه کومه جګړه چې روانه ده او ترهګريز بريدونه د افغانستان د خلکو د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده ، خو کوم شى چې ډېر ټکان ورکوونکى دى هغه دا ، چې په دې بريدونو کې عام وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په نښه کېږي.))

يان کوبيش ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې د ملګرو ملتونو رول په دې وروستيو کې څنډې ته شوى دى، وويل : ((د هغه ماموريت په دوره کې، چې زه يې لرم او زه يې غواړم هغه دادى، چې زه د افغانستان د حکومت ملاتړ کوم او زما نقش  يا رول  حمايتي رول دى، زه کوم وايسراى نه يم ، زه د افغانستان په ګډون د ټولو ملګرو ملتونو استازى يم .))

د هغه په وينا، ماموريت او مسووليت يې له افغاني ادارو څخه څارنه او له هغو ژمنو او ارزښتونو څخه ملاتړ کول دي ، چې نړيوالې ټولنې کړې دي.

يان کوبيش، چې د اروپايي هېواد سلواکيا اوسېدونکى دى، له دې مخکې د ملګرو متلونو د سرمنشي د مرستيال او له هغه مخکې د اروپا لپاره د ملګرو ملتونو داقتصادي کمېسيون د اجرائيوي منشي په توګه دنده ترسره کړې ده.

دغه راز يان کوبيش په ديپلوماسۍ، بهرنۍ امنيتي پاليسۍ او په نړيوالو اقتصادي اړيکو کې له ديرشو کلونو څخه زياته کاري تجربه لري.

هغه تر ٢٠٠٩ کال پورې د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزير و، دغه راز د اروپايي وزيرانو د کمېټې د شورا د منشي په توګه يې هم کار کړى دى.

 يان کوبيش د ١٩٩٠ لسيزې په دوران کې په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د خاص استازي په توګه دنده درلوده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version