مزار شريف ( پژواک ٥ سلواغه ٩٠ ) : ايساف وايي چې له افغان ځواکونو سره په ګډه يې په فارياب ولايت کې اوه وسلوال مخالفين وژلي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د سلواغې په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات تېره نيمه شپه د فارياب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې عمليات د هغه طالب مشر پر ضد ترسره شوي، چې د ماينونو په جوړولو، سيمې ته د ځانمرګو بريد کوونکو لېږدولو او پر لوړ پوړو دولتي مامورينو يې په بريددونو کې لاس درلود.
ايساف په خبرپاڼه کې ويلي ، چې ددې علمياتو پر مهال دوه مخالفين له يوه کور څخه بهر ووتلل او پر ګډو ځواکونو يې ډزې وکړې، په همدې حال کې نورو وسلوالو په ياد شوي کور کې سنګر نيولى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ګډو ځواکونو په ځوابي عملياتو کې يو شمېر وسلوال بريد کوونکي ووژل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ګډو ځواکونو له سيمې څخه وسلې، لاسي بمونه او مهمات ترلاسه کړي او ددوى ته زيان نه دى اوښتى.
په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ زون قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک اژانس ته عمليات تاييد کړل، خو زياته يې کړه چې په دې کې افغان ځواکونو برخه نه درلوده.
هغه زياته کړه چې ددوى د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې اوه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د پشتون کوټ ولسوالۍ د پوګاني په سيمه کې عمليات او بمبار ترسره کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې بهرنيو ځواکونو ته له ځاني او مالي زيانونو اوښتو وروسته له سيمې څخه وتښتېدل.
خو مجاهد ومنله، چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې څلور طالبان وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن