ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ايټاليا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کېږي

26 Jan 2012 - 11:37
26 Jan 2012 - 11:37

کابل ښار (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان او ايټاليا تر منځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک شي.

ولسمشر حامدکرزي دوه ورځې مخکې درېيو اورپايي هېوادونو، برتانيا، فرانسې او ايټاليا ته پنځه ورځنى سفر پيل کړى او د دغه سفر په ترڅ کې به له دغو هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاريو تړونونه هم لاسليک شي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د جمهوري رياست د وياند د دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي دي، چې ټاکل شوې ولسمشر کرزى نن ماښام له ايټاليوي چارواکو سره د اوږدمهاله همکاريو سند لاسليک کړي.

د دغه سند له مخې به ايټاليا له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې په سياسي،امنيتي،اقتصادي،له نشه يي توکو سره دمبارزې،د قانون پلي کولو، فرهنګي او رسنيزو همکاريو او د وړتياوو لوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي تېر ماښام د ايټاليا له ولسمشر جيورجيون پوليتانو سره په خپله ليدنه کې د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: ((زموږ لپاره د خوښۍ ځاى دى، چې له ايټاليا سره د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليکوو.))

ولسمشر کرزي د ايټاليا له مرستو مننه وکړه او د هېواد د امنيت په ټينګښت کې يې د ايټاليوي سرتېرو قرباني نه هېرېدونکې وبلله.

هغه زياته کړه: ((افغانستان يو قوي او د نظام خاوند هېواد دى او زه بشپړ يقين لرم، چې افغانستان به هېڅ کله بېرته شا ته ولاړ نه شي.))

حامد کرزي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې افغانستان به له ٢٠١٤ کاله وروسته له کورني ناورين سره مخ شي.

د ايټاليا ولسمشر هم وويل، چې د دوى هېواد به هم له هغو مرستو وروسته، چې له افغانستان سره يې کړې او کومې قربانۍ يې چې ورکړې دي، پرې نږدي، چې دغه هېواد يو ځل بيا له کورنيو ستونزو سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((موږ به د تېر په شان له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړو.))

د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ويګادس اوساکاس (Vygaudas Usackas)ويلي و، هغه سند چې د افغانستان د ولسمشر او اروپايي هېوادونو تر منځ لاسليک کېږي، داسې تړون به وي، چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله همکاريو زمينه برابره کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې د دغه تړون له مخې به اروپايي اتحاديه د نړيوالې ټولنې د يوې برخې په توګه له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته هم د افغانستان په خوا کې پاتې شي.

د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، په دغه تړون کې به پراخ مسايل شامل وي، چې په هغه کې د افغانستان ملي حاکميت، د قانون ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو ټينګښت او امنيتي سکتور شاملېږي.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version