ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل او اروزګان سلو تنو لوبغاړو ته د کرکټ لوبې روزنه ورکړل شوه

26 Jan 2012 - 17:07
26 Jan 2012 - 17:07

کندهار ښار ( پژواک ٦ سلواغه ٩٠ ) : د لوبې سپورټي روزنېزې موسسې ( اېل اېس ټي او) لخوا د زابل او اروزګان ولايتونو سلو تنو لوبغاړو ته د کرکټ لوبې روزنه ورکړل شوه.

 دا روزنيز کمپ، چې د افغانستان د کرکټ بورډ د سوېلي زون د ادارې په همغږۍ په کندهار ولايت کې ترسره شو، شپږ ورځې يې دوام وکړ.

 د يادې شوې موسسې مرستيال زراب شاه ظهير د سلواغې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې روزنيز کمپ کې يې پنځوس تنه  د زابل او پنځوس د اروزګان ولايت لوبغاړي شامل وو.

 هغه زياته کړه چې دې لوبغاړو ته د کرکـټ لوبې په اړه لومړني مهارتونه او د بېټينګ، بالنګ ، فيلډنګ او کرکټ قوانينو په اړه روزنه ورکړل شوه.

 ظهير وايي چې دا کمپ دده  او د هېواد د نوولس کلنو د ملي لوبډلې پخواني روزونکي اسدالله او محمد عالم کندهاري لخوا پرمخ وړل کېده او لوبغاړي د کرکټ په ټولو مهارتونو پوه شول.

 د الله نور په نامه د کرکټ يوه لوبغاړي، چې له زابل څخه راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه دوى ته چا د کرکټ په اړه روزنه نه وه ورکړې.

هغه زياته کړه :(( موږ به دغه لوبه کوله، خو په قوانينو او مهارتونو يې نه پوهېدو، خو له دې وروسته به هڅه وکړو، چې مسلکي کرکټ وکړو.))

 دغه راز له اروزګان ولايت څخه راغلى لوبغاړى قدرت الله هم له دې روزنې څخه ډېر خوښ و .

د نوموړي په وينا، په دې کمپ کې يې چې څه زده کړي، هڅه به کوي چې خپلو نورو لوبغاړو ته يې هم ورزده کړي.

 دا لومړی ځل دی چې د زابل او اروزګان په څېر ولايتونو کې د کرکټ د لوبې روزنه لوبغاړو ته ورکول کېږي.

 د ايل اېس ټي او موسسې لخوا ددې روزنيز کمپ پر مهال سلو لوبغاړو ته سپورټي جامې، بوټونه او د لوبې وسايل هم ووېشل شول .

 يادې موسسې تر دې وړاندې په هرات، کونړ، پروان، کاپيسا، کابل، ننګرهار، کندوز، کندهار او خوست ولايتونو کې هم ورته روزنېز کمپونه په لاره اچولي دي او تر دې دمه يې پنځلس سوه او پنځوس ځوانانو ته د کرکټ د لوبې روزنه ورکړې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version