ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو سپين ږيرى ووژل شو

26 Jan 2012 - 19:33
26 Jan 2012 - 19:33

کندوز ښار (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې يو سپين ږيرى د سيمه ييزې شورا د رييس د ټاکلو پرمهال ووژل شو او امنيتى مسوولينو د يوه ځانمرګي په ګډون يوه شپږ کسيزه ډله ونيوله.

 د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرورحسيني پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د امام صاحب د ناصري کلي د سيمه ييزې شورا د مشر د ټاکلو په خاطر خلک راغونډ شوي وو، چې لفظي شخړه يې ترمنځ راپېښه شوه.

 نوموړي وايي، دا شخړه د ناصري پايين او بالا کليو د اوسېدونکو ترمنځ پېښه شوه، چې يو تن له لفظي شخړې وروسته لاس ټوپک ته واچاوه او د ناصري بالا کلي يو سپين ږيرى يې وواژه او بل سپين ږيرى يې ټپي کړ.

 حسينې زياته کړه، چې د دې پېښې عامل تښتېدلى او د پوليسو تر تعقيب لاندى دى.

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د سيمه ييزو پوليسو دوه قوماندانان  سرفراز او زلمى د يوې غونډې پر مهال د خپل منځي تربګنۍ له امله د امام صاحب د ناصريو په کلي کې وژل شوي دي.

 د نوموړي په وينا، په دې نښته کې څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

 خو د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي دا ادعا رد کړې او وايي، چې د دې سپين ږيري پر وژل کېدو د سيمه ييزې شورا د مشر د ټاکلو په خاطر غونډه ګډوډه شوې او تراوسه دې څوکۍ ته څوک نه دى ټاکل شوي.

 له بل پلوه د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کندوز ولايت کې د يوه ځانمرګي په ګډون د دولت يوه شپږ کسيزه وسله واله مخالفه ډله نيول شوې ده.

 هغه خبرپاڼه، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې د ملي پوليسو د چټک غبرګون قطعې ځواکونو، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د چهاردرې ولسوالۍ په اى خانم سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د يوه ځانمرګي په ګډون، چې ځانمرګى واسکټ يې پر تن و، ياده ډله نيول شوې ده.

 سرچينه وايي، د چره يي ټوپک سل ګولۍ چې د ځانمرګې واسکټ په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي، هم د پوليسو لاس ته ورغلې دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دا هم وويل، چې دې ډلې له طالبانو سره اړيکه درلوده او غوښتل يې چې امنيت ګډوډ کړي.

طالبانو تر اوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version