ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او فرانسې د دوستۍ او همکارۍ تړون لاسلیک کړ

28 Jan 2012 - 06:56
28 Jan 2012 - 06:56

کابل (پژواک ۸ سلواغه ۹۰ ) د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکارۍ د تړون له لاسلیک وروسته د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي وویل چې د دوه اړخیزې معاهدې په اساس به فرانسه له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره د معارف، صحت، اقتصاد او فرهنګ په برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر د ویندوی له دفتر څخه د سلواغې په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا تړون تیر ماښام د افغانستان او فرانسې  ولسمشرانو د فرانسې په جمهوري ریاست کې لاسلیک کړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې پر دې تړون له لاسلیک کولو وروسته دفرانسې ولسمشر په خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

سرکوزي د افغانستان له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه دې په راتلونکي کې افغان ځواکونو ته وسپاري.

دیادونې وړ ده چې په کاپیسا ولایت کې دایساف فرانوسوي ځواکونه میشت دي او په تیره یوه میاشت کې دوه ځلې د ملي اردو سرتیرو لخوا پر فرانسوي سرتیرو ډزې وشوې او ۶ سرتیري یې ووژل ،په وروستې پيښه کې چې څلور فرانسوي سرتیري ووژل شول، د فرانسې ولسمشر له مهال ویش څخه مخې د خپلو سرتیرو دویستلو او د افغان ځواکونو دروزنې د پروسې ددرولو اعلان وکړ.

په یاده خبري غونډه کې ولسمشر حامد کرزي  دفرانسې د  ښې مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د افغانستان او فرانسې تر منځ یې د دوستۍ او همکارۍ د تړون د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه.

حامد کرزي زیاته کړه چې د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې د لاسلیک سره فرانسې د افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنه نوې کړه.

دغه راز ولسمشر حامد کرزي د هغو څلورو فرانسوي سرتېرو د وژنې له امله چې په افغانستان کې وژل شوي دي، د فرانسې خلکو ته تسلیت ووایه او د امنیت او ثبات په راوستلو کې یې د فرانسوي سرتېرو د قربانیو، قدرداني وکړه.

هغه زیاته کړه: ((د افغانستان خلک په داسې حال کې د فرانسې خلکو ته خواخوږي او تسلیت وايي،  چې په تېرو کلونو کې  له افغانستان سره  د دوی قوي ملاتړ له امله مننه کوي.))

حامد کرزي افغان ځواکونو ته  د امنیتي مسؤولیتونود لیږد په اړه وویل چې افغانستان تیار دی چې دا مسؤولیتونه له ۲۰۱۴ کال مخکې هم په خپله غاړه واخلي.

 ده زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به دوه میاشتې وروسته د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه له فرانسوي سرتېرو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته انتقال کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددوستۍ او همکارۍ ددې تړون   له مخې به فرانسه له افغانستان سره د دفاع او امنیت، کرنې او د کلیو د پراختیا، روغتیا، معارف او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې،د ښې حکومتدارۍ او د قانون د حاکمیت، زیربنایي جوړښتونو، اقتصاد، مالي چارو، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکاریو دغه معاهده به د شلو کلونو لپاره اعتبار ولري.

دیادونې وړ ده چې وړمه ورځ افغانستان له ایټالیا سره هم دا ډول تړون لاسلیک کړی و او ټاکل شوې ده چې نن ولسمشر حامد کرزی بریتانیا ته دسفر پر مهال له دغه هیواد سره هم دا ډول تړون لاسلیک کړي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version