غزني ښار (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه لوېدلې ده او په زنخان ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند مدثر افغان د سلواغې په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر په ده يک ولسوالۍ د ناټو ځواکونو يوه بې پېلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
د هغه په وينا، بهرنيو ځواکونو ياده الوتکه له سيمې وړې ده.
د غزني د ولايتي شورا غړي او د ده يک اوسېدونکى سيد شيراغا پژواک اژانس ته وويل، چې دغه وړه کشفي الوتکه پرون مازديګر د ده يک په بالاى کلي کې ولوېده.
د هغه په وينا، تر ماښامه پورې پر سيمه د ناټو چورلکو دورې کولې، خو وروسته معلومه شوه، چې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې او ټوټې يې بېرته ناټو ځواکونو له ځان سره وړې دي.
ده يک د غزني ښار ختيځ ته په ٢٢ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د غزني په نا امنه سيمو کې شمېرل کېږي.
وسلوال طالبان ادعا کوي، چې ياده الوتکه د دوى پر ډزو را نسکوره شوې او اوس هم د دوى په لاس کې ده.
خو په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې دوى د طالبانو له ادعا خبر دي، چې ګواکې يوه بې پېلوټه الوتکه يې راغورځولې، خو دوى يې په اړه تر اوسه معلومات نه لري او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ناټو يوې بې پيلوټه الوتکې پر سيمه دورې وهلې، چې د دوى د وسلوالو له لوري په نښه شوه او د بالاى په کلي کې را وغورځېده.
د غزني امنيتي چارواکي په ده يک کې د ناټو د لوېدلې کشفي الوتکې په اړه ناخبري ښيي.
د يو بل خبر له مخې، پرون مازديګر د ده يک په ګاونډۍ ولسوالۍ زنخان کې درې تنه د ماين خښولو پر مهال وژل شوي دي.
د غزني امنيه قومندان مل پاسول زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو غوښتل د زنخان ولسوالۍ او مرکز ترمنځ پر غځېدلې لاره ماين ځاى پر ځاى کړي، چې پرې وچاودېد او له امله يې درې واړه ماين خښوونکي و وژل شول.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن