ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې دوه زره تنه د غاليو اوبدنې په برخه کې روزل کېږي

29 Jan 2012 - 17:22
29 Jan 2012 - 17:22

مزارشريف (پژواك ٩ سلواغه ٩٠): د بلخ ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې د غاليو اوبدنې په برخه كې د ۲۰۰۰ كسانو د روزنې چارې پيل شوې.

 په مزارشريف ښار كې د شمال زون د بې وزلو او بې ځايه شويو كورنيو د شورا له خو د مسلم هينډ (Muslim Hand) نړيوالې مرستندويه موسسې په مالي ملاتړ ۱۰۰ كسانو ته د غالۍ اوبدنې دستګاوو د وېشلو لړۍ پيل شوه.

 په مزارشريف كې د شمال زون د بې وزلو او بې ځايه شويو كورنيو د شورا مشر عبدالباقي فقيرزاده د سلواغې په ۹مه، د غالۍ اوبدنې د دستګاوو د وېشلو پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ ولايت ۱۰۰ مسلكي كسانو ته د غالۍ اوبدنې يوه يوه دستګاه وركړه.

 نوموړي زياته كړه، دوى په پام كې لري چې د يوه مسلكي كس په مرسته د بې وزلو كورنيو دوه كسان د غالۍ اوبدنې له هنر سره اشنا كېږي او دا لړۍ به همداسې روانه ساتي.

 د هغه په وينا، د دستګاه له وركولو سربېره يې ۱۸۰۰كيلو ګرامه د غالۍ اوبدنې خام مواد هم ووېشل.

 فقيرزاده وويل، چې دغه كسان غالۍ جوړوي او ماركېټ ته به يې په خپله وړاندې كوي، چې د ورځني ژوند اړتياوې پرې پوره كړي.

 په كابل كې د مسلم هينډ موسسې مرستيال عبدالصمد پژواك ته وويل، دوى پام كې لري چې دغه لړۍ وغځوي او له لارې يې په بلخ ولايت كې د غالۍ اوبدنې په برخه كې ۲۰۰۰ كسان وروزي.

 نوموړي زياته كړه، دوى هيله لري چې د كسب د زده كړې له لارې له بې وزلو او بې ځايه شويو كسانو سره داسې مرسته وكړي، چې تل ترې ګټه واخلي.

 د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ د تغان ارق كلي اوسېدونكې سليمه، چې له پخوا د غالۍ اوبدنې له هنر سره اشنا وه، نن يې يوه دستګاه ترلاسه كړه.

 نوموړې زياته كړه، چې له تېرو لسو كلونو راهيسې يې غالۍ اوبدل زده دي؛ خو خپله يې وس نه درلود، چې دستګاه او خام مواد برابر كړي او غالۍ جوړه كړي.

 د هغې په وينا، په پام كې لري چې په راتلونكو ۸ مياشتو كې يوه شپږ متره غالۍ هم جوړه كړي او په ترڅ كې يې دوه كسان له دې هنر سره هم اشنا كړي.

 د بلخ ولايت د غاليو د سوداګرو د ټولنې مشر عبدالفتاح بېګ زاده پژواك ته وويل، چې دغه لړۍ به په بلخ كې د غاليو اوبدنې هنر بېرته رنګين كړي.

 نوموړي زياته كړه، چې په دې وروستيو كلونو كې نه يواځې د بلخ، بلكې د ټول شمال اوسېدونكي د غاليو له اوبدنې څخه د لرې كېدو په حال كې وو.

 د هغه په وينا، كه چېرې روانه لړۍ ښه وپالل شي، نو په شمال كې به له غاليو اوبدنې سره د خلكو علاقه لا پسې زياته شي او ښې غالۍ به بازار ته وړاندې شي. 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version