ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنا رباني: پاکستان په افغانستان کې پټه اجنډا نه لري

کابل (پژواک١٢سلواغه٩٠): د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وايي چې هېواد يې په افغانستان کې کومه پټه اجنډا نه لري او د افغانستان د سولې په خبرو کې جدي دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر، نن له افغان سيال زلمي رسول سره په ګډه خبري ناسته کې په کابل کې وويل، چې افغانستان ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت، د سولې او ښه نيت پيغام راوړل و.

مېرمن رباني له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو او ځينو نورو مسايلو پر سر د خبرو لپاره نن کابل ته راغله.

دې هغه ګونګوسې چې ګواکې پاکستان په افغانستان کې د ژورو ستراتيژيکو موخو په لټه کې دى، ناسمې وبللې او زياته يې کړه، چې دواړه د ځواکمنو هېوادونو په توګه سره خبرې کوي.

مېرمن حنا زياته کړه، چې پاکستان له افغانستان سره د ملګرتيا د پياوړتيا په لټه کې دى او هېواد يې په افغانستان کې کومه پټه اجنډا نه لري.

هغې زياته کړه، چې پاکستان تل په افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړى او ژمن دى، چې د افغانستان د سولې په بهير کې هر اړخيزه جدي همکاري وکړي.

د دې په وينا، پاکستان د افغانستان له يووالي او خپلواکي له دې امله تل ملاتړ کړى، چې په دې برخه کې هر ډول ګواښ د پاکستان د يووالي او خپلواکي لپاره ګواښ دى.

هغې وويل چې په پاکستان کې ديموکراتيک رژيم، له افغانستان سره د همکاريو او  ښو اړيکو پر اهميت پوهېږي او هېواد يې تل په افغانستان کې د امن او ثبات غوښتونکى دى.

هغې وويل چې په افغانستان کې له سولې پرته په پاکستان کې سوله نه شي راتلاى او دواړه هېوادونه بايد په سيمه کې له شته ننګونو سره په ګډه مبارزه وکړي.

مېرمن رباني زياته کړه، چې دواړو هېوادونو په سيمه کې له جګړو ډېرې ناخوالې وليدلې او ټينګار يې وکړ، چې د افغانستان او پاکستان  ترمنځ اړيکې بايد د باور پر بنسټ وي.

دې وويل چې په افغانستان کې بې ثباتي په پاکستان او سيمه کې د شخړو لامل کېږي، چې د سيمې د هېوادونو د ملي ګټو پر ضد دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل، هيله لري چې افغانستان ته د پاکستان د بهرنيو چارو د و زيرې سفر د دوه اړخيزو همکاريو او اړيکو د پراختيا نوى پيل وي.

ده وويل چې دواړه هېوادونه د سولې او امنيت په موخه له دوستۍ او  رښتينو همکاريو پرته بله هېڅ لار نه لري.

ده هيله څرګنده کړه، چې دوه اړخيزه اړيکې او متقابلې همکارۍ به عملي لاسته راوړنې ولري.

زلمي رسول زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به ولسمشر حامد کرزى  پر دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د خبرو په موخه پاکستان ته سفر وکړي.

مېرمن رباني، نن له خپل افغان سيال سربېره له ولسمشر حامد کرزي سره هم وکتل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې په ترڅ کې افغان ولسمشر ته بلنه ورکړه، ترڅو د افغانستان، پاکستان او ايران په درې اړخيزه ناسته کې، چې ټاکل شوې ده د فبروري مياشتې په نيمايي کې په  پاکستان کې جوړه شي، ګډون وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version