ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې دوه زره تنه د حرفوي زده کړو له بېلابېلو څانګو فارغ شول

1 Feb 2012 - 17:06
1 Feb 2012 - 17:06

لښکرګاه (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د هلمند په مركز لښكرګاه كې دوه زره تنه د حرفوي زده كړو له بېلابېلو څانګو فارغ او د فراغت سندونه وركړل شول.

د دغو زده کوونکو د فراغت مراسم نن (د سلواغې ١٢مه) ترسره شول، چې د هلمند پر والي ګلاب منګل سربېره يو شمېر نورو چارواکو هم په کې ګډون کړى و.

د هلمند والي په مراسمو کې وويل، چې دغو زده كوونكو د شپږو مياشتو په موده كې په شلو برخو كې زده كړې ترسره کړې دي.

د ده په وينا، د دغو حرفوي زده كړو د مركز لګښت د بريتانيې د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا وركړل شوى، چې د خياطۍ، ګلدوزۍ، موټر جوړول، نل غځونې، برېښنا، ټيلېفون، تركاڼۍ، كمپيوټر، اسلاميات، انګليسي، ابتدايي ليك لوست او داسې نورو برخو كې د مسلكي ښوونكو له خوا ورته زده کړې ورکړل شوې دي.

ده زياته كړه، دا ټول هغه ځوانان دي، چې پر خپل وخت يي زده كړې نه دې ترسره كړې او اوس بې روزګاره ګرځېدل.

والي وويل، چې په دغو زده كوونكو كې داسې كسان هم شته، چې پخوا يې د بې روزګارۍ له امله د دولت په مخالفت كې وسله اخيستي وه.

هغه له يادو زده كوونكو وغوښتل، چې له يادو مهارتونو څخه دې په سمه توګه ګټه پورته كړي او د خپلو كورنيو اقتصادي ستونزې دې پرې هوارې کړي.

دغه راز ده زياته کړه، چې په لښکرګاه کې يې هم ورته کورس د ښځو لپاره جوړ کړى دى او په ولسواليو کې يې هم دغه بهير پيل کړى دى.

د هلمند د كار او ټولنيزو چارو رييس محمد نادر وطنوال پژواک اژانس ته وويل، چې له دغه كار څخه يې موخه د سواد د كچې لوړول او بې روزګاره كسانو ته د كار د زمينې برابرول دي.

د ده په خبره، د دوى دا ډول هڅې به دوام لري او له هغو ادارو څخه يې، چې په دې برخه کې مرسته کوي، وغوښتل، چې له دوى سره په همغږۍ کار وکړي.

په دغه کورس کې د كمپيوټر د برخې فارغ زده کوونکي نظام الدين پژواك اژانس ته وويل، چې اوس يې د كمپيوټر ټول اړين پروګرامونه زده كړي دي.

ده له دولت او مرستندويه موسسو وغوښتل، چې دغې لړۍ ته دوام ورکړي، تر څو هغه ځوانان چې د كسب د نه درلودو له امله بې كاره دي، بوختيا ورته پيدا شي.

د يادونې ده، چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې هم له دغه مركز څخه زر تنه فارغ شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version