ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګل اغا شېرزي په ننګرهار کې د خپلسرو وسلوالو د مخنيوي امر کړى

2 Feb 2012 - 13:52
2 Feb 2012 - 13:52

جلال اباد (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى وايي، چې امنيتي ارګانونو ته يې امر کړى، چې په دغه ولايت کې د خپل سرو وسلوالو مخه ونيسي.

نوموړي د سلواغې په ١٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دغه ولايت کې به ونه زغمي، چې خپلسري وسلوال او يا زورواکي د خلکو او سوداګرو ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ، ملي اردو، ملي امنيت او سرحدي پوليسو ته يې دنده سپارلې، چې له دې وروسته هېچاته اجازه ورنه کړي، څو خپلسرې وسلې وګرځوي او نا قانونه کړنې ترسره کړي.

د شېرزي په وينا، که هر چا له دې وروسته دغه کارونه ترسره کړل، نو د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

د ننګرهار والي د دغه ولايت سوداګرو، کسبګرو او اصنافو ته ډاډ ورکړل، چې دى به يې د سر او مال خوندي کول ډاډمنوي.

ګل اغا شېرزي وويل، چې د افغان ځواکونو د قوماندې ګډ مرکز ته يې سپارښتنه کړې، چې هغه خلک ونيسي، چې د بل چا په نوم د وسلې جوړ شوي اسناد او وسله له ځان سره ګرځوي.

د نوموړي په وينا، هېڅوک حق نه لري پرته له هغې وسلې، چې قانوني اسناد يې ولري، نوره وسله وګرځوي.

هغه وايي، امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې، چې ټول هغه ساتونکي دې ونيسي، چې د خپل امر له شتون پرته په ښار کې له وسلو سره وګرځي.

نوموړي زياته کړه: ((هېچاته به اجازه ورنه کړم، چې له دې وروسته د تورو ښيښيو په موټر کې وګرځي.))

د ننګرهار والي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت سوداګر د خپلسرو وسلوالو له شتون، له دوى څخه د باج اخيستلو او د انسان تښتونکو له پېښو څخه شکايت کاوه.

د سوداګرۍ د خونې مرستيال خان جان الکوزي څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د دغه ولايت د  سوداګرو ژوند او مال خوندي نه دى.

د ختيځې سيمې د سوداګرۍ خونې مشر انجنير قاسم يوسفي د والي د څرګندونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې والي تل له سوداګرو سره ښه چلند کړى او هڅه يې کړې چې په سيمه کې سوداګري پرمختګ وکړي.

خو هغه زياته کړه: ((موږ تر هغه د والي پر ژمنو باور نه شو کولاى، ترڅو يې چې په عمل کې نه وي پياده کړې.))

د يوسفي په وينا، د ننګرهار د ولايتي ادارې په ګډون افغان امنيتي ځواکونه او دولت په دې کې پاتې راغلى،  چې خپلسري وسلوال او زورواکي قوماندانان مهار کړي.

نوموړى وايي: ((موږ والي ته تر راتلونکې دوشنبې پورې وخت ورکړى، ګورو، چې څه کوي.))

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د نامسوولو وسلوالو له خوا د وسلو ګرځولو په اړه د والي سپارښتنې د ملي راډيو تلويزيون له لارې خپرې کړي.

د هغه په وينا، د دغه اعلان له خپرولو وروسته به دوى د وسلو او وسلوالو د نيولو په موخه يو کمپاين پيل کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې ته يې د سوداګرو په ګډون د ټولو استوګنو ډاډمن ژوند حياتي ارزښت لري.

نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه يې له ولسمشر کرزي، کورنيو او دفاع چارو وزارتونو سره خبرې کړې او د ملي امنيت له شورا يې په دې اړه د غوڅ او پرېکنده دريځ نيولو غوښتنه کړې ده.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version