ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ګمرک عوايد د تېرو دريو کلونو په پرتله دوه برابره زيات شوي

4 Feb 2012 - 11:01
4 Feb 2012 - 11:01

خوست ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): د خوست د ګمرک چارواکي وايي، چې د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې د دغه کمرک عوايد د تېرو درېيو کلونو په پرتله دوه برابره زيات شوي دي.

دوی يې لامل په ياده اداره کې د شفافيت رامنځ ته کېدل او تر ډېره په قاچاقي ډول د مالونو د راوړلو مخنيوی بولي.

د خوست د ګمرک رياست مرستيال خيرمحمد عمر له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د روان کال په لسو مياشتو کې د ګمرکي محصولاتو له درکه څه باندې يو ميليارد افغانۍ ترلاسه شوې او دولتي بانک ته يې سپارلې دي.

د هغه په وينا، د تېر کال په دوولسو مياشتو کې د ګمرک عوايد شاوخوا ۵۰۰ ميليونه افغانۍ و، چې سږ کال له يو ميليارد څخه هم پورته شوي دي.

نوموړی د ګمرکي محصولاتو له درکه د عوايدو د زياتوالي لامل په خوست کې د تجارتي راکړې ورکړې ډېروالى، تر ډېره په قاچاقي ډول د تجارتي مالونو د راوړلو مخنيوی او د دغه رياست په اداري چارو کې روڼوالى په ګوته کوي.

د عمر په خبره، که چېرې له پاکستان سره پر پوله ټولې قاچاقي لارې وتړل شي، نو د دوی عوايد به دوه برابره نور هم لوړ شي.

هغه وايي، چې اوس هم له پاکستان سره پر ګډه پوله ګڼ شمېر داسې لارې شته، چې قاچاق کوونکي پرې په زيات کچه مالونه په قاچاقي ډول خوست ته راوړي او دوی د دغو ټولو لارو څارنې ته لاسرسۍ نه شي کولای.

يو شمېر خوست مېشي د دغه ولايت د ګمرک چارواکي تورنوي، چې له ځينو سوداګرو سره لاس لري او هغوى پرته له محصول څخه خوست ته مالونه راوړي.

د خوست ښار يوه سوداګر سردار پژواک اژانس ته وويل، چې ځيني سوداګر د ګمرک مامورينو ته، پر ځای د دې، چې مالونه يې محصول شي، پيسې ورکوي او د شپې له مخې ښار ته مالونه راوړي.

نوموړی وايي، چې په دې سره له يوې خوا د هېواد عوايدو ته زيان اوړي او له بلې خوا د سوداګرو تر منځ بې باوري رامنځ ته کېږي.

د خوست د ګمرک مرستيال خيرمحمد عمر هم دغه ادعا مني، خو زياتوي، چې په دې وروستيو کې يې د دغه کار مخه تر ډېره نيولې ده.

د هغه په وينا، د ده په ګډون هره شپه د ګمرک مامورين پرله پسې ګزمې کوي او هغه مالونه چې په قاچاقي لارو د خوست ښار ته داخليږي، نيسي او پر محصول سربېره يې جريمه کوي هم.

خوست د هېواد يو له هغو مهمو ولايتونو شمېرل کېږي، چې له لارې يې له بهر څخه د اړتيا وړ مالونه راوړل کېږي.

په سيمه کې د اقتصادي چارو کاروپوهان وايي، چې که د خوست د غلام خان او پاکستان د ميرانشاه لار ترانزيټ او په رسمي ډول پرانيستل شي، نو د خوست عوايد به د اوسنيو هغو په پرتله څو برابره نور هم لوړ شي.

د خوست د شېخ زايد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد رحمان الله رسا پژواک اژانس ته وويل، چې که چېرته دغه لار ترانزيټ شي، له يوې خوا به په قاچاقي لارو د مالونو راوړل بند شي او له بلې خوا به سوداګر په ډاډه زړه خپل سوداګريز توکي وارد او صادر کړي.

ده زياته کړه، چې د دې لارې په ترانزيټ کېدو سره به په سيمه کې بې کاره ځوانانو ته هم د کارکولو ډېرې زمينې برابرې شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version