ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو ولایت له زرګونو زده کوونکیو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

4 Feb 2012 - 19:21
4 Feb 2012 - 19:21

میدانښار ( پژواک ۱۵ سلواغه ۹۰ ) د میدان وردګو له زرګونو زده کوونکیو څخه د کانکور ازموینه د سلواغې په ۱۵مه، ددې ولایت په سید اباد کې ولسوالۍ واخیستل شوه.

ددې ولایت د والي ویاند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ازموینه کې د ولایت له ټولو ولسوالیو څخه ددولسم ټولګي ۳۲۲۹ تنو فارغینو برخه اخیستې وه.

هغه  زیاته کړه چې د کانکور ازموینې په دې مراسمو کې والي محمد حلیم فدایي، په ولسي جرګه کې ددې ولایت  استازی عبدالمجید وردګ، دولایتي شورا رییس شیرشاه بازون او غړو ، امنیتي چارواکیو دولایتي بیارغاونې ډلې پي ارټی مشر ، دلوړو زده
کړو وزارت دکانکور د کمیټې غړو، دپوهنې ریاست مسولینو  او ددې ولایت د دولسمو ټولګیو زده کوونکیو برخه اخیستې وه،.

د میدان وردګو والي محمد حلیم فدایي پخپلو خبرو کې د دښوونې او روزنې په اړه هراړخیزه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې انسان جوړونه او فکر جوړنه دهېواد داړینوضرورتونو څخه ده چې دښونې او روزنې اصلي موخه هم فکر جوړونه ده .

هغه زیاته کړه : ((  که دعلم پراساس فکرونه جوړ نه شي نو بیا شیطاني علم دی چې دګټې پرځای تاوان لري، که  په هېواد کې هر ډول پرمختګ او سمون ولرو ترهغې چې انساني کدرونه سم ونه روزل  شي ټول لمنځه تللي شي خو که فکرجوړونه مو غښتلې کړه بیاهرڅه جوړیدای او ساتل کیدای شي))

 نوموړې له زده کوونکو څخه وغوښتل چې دهېواد دسولې دښمنانو دغولونکو فتواوو تراثر لاندې رانشي.

فدایي په دې ولایت کې دکانکور ازموینه اخیستل ددې ولایت  دزده کوونکو حق وباله او  زیاته یې کړه، تیرکال چې په کانکور ازموینه کې ددې ولایت زده کوونکو سره دمور او میرې چلند شوی وو دولایت دکاري ټیم او  په ملي ي شورا او ولایتي شورا کې ددې ولایت داستازو په مټ یې په لوړو زده کړو وزارت ومنله چې ازموینه په ولایت کې واخیستل شي .

د میدان وردګو والي په دې ولایت کې د یوه دولتي پوهنتون درامنځتکیدو دهلوځلو څخه هم خبر ورکړ.
دولایتي شورا ریس شیرشاه بازون  په دې ولایت کې په لومړي ځل د کانکور ازموینې په اخیستلو کې دولایت دمقام او وکیلانو هلې ځلې وستایلې او هم یې د ولس په استازیتوب له والي او اړوندو چارواکیو مننه وکړه چې په ساړه هوا کې یې د کانکور دازموینې لپاره مناسب اقدامات کړي وو.

 دوالي ویاند شاهدالله شاهد وایي چې په دې ازموینه کې له ۳۲۲۹ ګډونوالو څخه یې ۵۶ نجونې وې ، دهغه په وینا، اوس مهال په دې ولایت کې ۴۰۱ د ښوونې او روزنې مرکزونه شتون لري او ۱۶۰ زره زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version