ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوه

5 Feb 2012 - 11:35
5 Feb 2012 - 11:35

چاریکار (پژواک١٦سلواغه،٩٠): د سالنګ لويه لار، چې په شمالي اوسوېلي سالنګ کې د سختې واورې اورېدو او توپان له امله دوه شپې مخکې دترافيکو پرمخ تړل شوې وه، نن سهار له دواړو غاړو څخه د مسافر وړونکو موټرو  پرمخ پرانېستل شوه .

د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ادارې مشر جنرال رجب ددې خبر په څرګندولو سره نن دسلواغې په ١٦مه پژواک خبري آژانس ته وويل چې په سالنګونو کې د واورې اورښت اوتوپان درېدلى او ددوى دادارې کارکونکو وکړاى شول،چې تر دوه ورځو وروسته دسالنګ لويه لار له دواړو غاړو د ترافيکو پرمخ پرانيزي.

دغه لويه لار، چې مرکز د شمال اوشمال ختيځ له نهو ولايتونو سره نښلوي ،دتېرې اونۍ دجمعې په شپه په شمالي اوسوېلي سالنګونو کې د سختې واورې د اورښټ او توپان له امله بنده شوې وه.

د رجب په وينا، لسګونه مسافر وړونکي موټر، چې دلويې لارې په دواړو غاړو کې د  مسافرينو د خونديتوب په موخه درول شوي وو، اوس د سالنګ له لويې لارې څخه د تېرېدو په حال کې دي.

د سرچينې په خبره ، چې د لويې لارې د پاکولو په ترڅ کې اته ځله واوره  ښوېيدنه  ددوى د کارکونکو له خوا پاکې شوې او ددوى دوه کارکونکي هم په سرسري بڼه ټپيان شوي دي.

رجب زياته کړه چې ددې د وسايطو تر تېرېدو وروسته به بار وړونکوموټروته هم اجازه  ورکړل شي ، چې پر دغې لارې تګ راتګ وکړي.

همدارنګه د جبل السراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير نعيم الله پژواک ته وويل چې لسګونه بار وړونکي موټردجبل السراج ولسوالۍ دتاجيکانو په کلي کې درول شوي دي.

دده په وينا، نن سهار شپږ بجې ټولو مسافر وړونکو موټرو ته دتلو راتلو اجازه ورکړل شوه اوډېر ژر به باروړونکو موټرو ته هم دا اجازه ورکړل شي.

د ژمي په موسم کې تل په سالنګونوکې دواورې ښوېيدنې اوتوپان له  امله ستونزې وي، چې کله ناکله داستونزې دمرګ ژوبلې لامل هم کېږي.

د١٣٨٨ کال دسلواغې په ١٩مه ، په سوېلي سالنګ کې دسختو توپانونو او واورې ښوېيدنې له امله ١٧٠ تنه مړه شول او ١٢٥تنه نور ټپيان شول.

 

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version