ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٧٠ کلن سړى د وژنې په تور پر ١٦ کاله بند محکوم شو

6 Feb 2012 - 17:17
6 Feb 2012 - 17:17

جلال اباد (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): د ننګرهار استيناف محکمې په علني غونډه کې ٧٠ کلن امين جان د وژنې په تور پر ١٦ کاله بند محکوم کړ.

دغه قضايي غونډه نن (د سلواغې ١٧مه) د جلال اباد ښار د استيناف محکمې په ودانۍ کې جوړه شوې وه، چې په کې د تورن د کورنۍ غړو او ځينو ښاريانو هم ګډون کړى وو.

موظف څارنوال سيد کمين، محکمې ته وويل چې تورن امين جان څلور کاله مخکې له خپل زوى سره يوځاى د عبدالله په نوم يو تن، د ځمکې پر سر وژلى او بل يې ټپي کړى و.

نوموړي زياته کړه، چې هغه مهال د ولسوالۍ ابتدايه محکمې د امين جان زوى پر ١٦ کاله بند او خپله امين جان ته په غياب کې د پنځو کلونو بند سزا ورکړې وه.

څارنوال وويل چې پوليسو، امين جان څه موده مخکې نيولى وو او بيا د مقتول کورنۍ پرې د قتل دعوه وکړه.

د موظف څارنوال له خوا تر يادو شويو څرګندونو وروسته، د استيناف محکمې رييس فضل هادي فاضل له دوه غړو مدعي څارنوال، مدعي عليه او مدافع وکيل محمديعقوب او لسګونو ګډونوالو پر وړاندې خپله پرېکړه واوروله.

هغه په خپله پرېکړه کې وويل، چې ٧٠  کلن امين جان څلور کاله وړاندې د خوګياڼو ولسوالۍ په تورغره کې له خپل زوى سره يوځاى د عبدالله په وژنه کې د ګډون له امله پر ١٦ کاله بند محکوموي.

فضل هادي فاضل زياته کړه، چې د محکمې پر مهال يې دواړو غاړو ته د پوره نظر څرګندولو وخت ورکړى وو، د دوى د نظرونو له اورېدو وروسته يې امين جان ته د جزا قانون د ٣٩٦مې او ٣٩مې مادو له مخې د بند سزا واوروله.

د قاضي په وينا، تورن تميز محکمې ته د تللو حق لري او دغه پرېکړه نهايي نه ده.

د تورن مدافع وکيل محمديعقوب د محکمې پرېکړه رد کړه او ويې ويل، چې د جزا قانون د ٦٨مې مادې له مخې، په هغه صورت کې چې غوښتونکى دوهمې محکمې ته راجع شي، مرافعه نه شي کولى د ابتدايه محکمې ټاکل شوې جزا زياته کړي.

د هغه په وينا، د ده موکل د خوګياڼو په ابتدايه محکمه کې پر ٥ کاله بند محکوم شوى، استيناف محکمه يې د بند د مودې زياتولو واک نه لري.

مدافع وکيل محمد يعقوب، موظف څارنوال سيد کمين تورن کړ چې د قانون له مخې ٢٠ ورځې د دوسيې ځنډولو حق لري؛ خو د ده د موکل دوسيه يې ٢٣ ورځې ځنډولې ده.

نوموړي زياته کړه، چې استيناف څارنوال د تاييد او رد واک نه لري او نه يې هم د عبدالله نومي د وژلو د قتل انګيزه څرګنده کړې وه.

د هغه په وينا، د موکل دوسيه يې په ناقانونه ډول محکمې نهه مياشتې ځنډولې، قانوني دلايل يې نه درلودل، شواهد يې نه درلودل، عيني شاهدان يې نه درلودل او نه هم د استيناف څارنوال د موکل برائت ته پام اړولى، يواځې يې د ابتدايه څارنوالۍ لار يې تعقيب کړې ده.

مدافع وکيل وويل، د اساسي قانون د ٢٦مې مادې له مخې، جرم يو شخصي عمل دى چې د ده د موکل زوى ترسره کړى، محکمې خپلواکي نه ده ساتلې او دى يې بې ګناه د زوى په جرم کې نيولى دى.

نوموړي زياته کړه، مقابل لوري په دوسيه کې ضد او نقيض څرګندونې کړي، چې د ده د موکل په بې  ګناهۍ دلالت کوي.

په ١٦ کالو بند محکوم شوى امين جان د محکمې له پرېکړې وروسته، پژواک اژانس ته وويل: ((قتل ما او زما زوى نه دى کړى، زموږ بل تربور بادام ګل د عبدالله قاتل دى.))

امين جان وويل، چې په محکمه کې بډې اخيستل کېږي او دى يې د نه درلودلو له امله پر ١٦ کاله بند محکوم کړ.

نوموړي زياته کړه، دى ٧٠ کلن شيخ فاني دى، د بند تېرولو توان نه لري او تميز ته به مراجعه وکړي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version