ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تنوير شرکت خپل فعاليتونه ١٥ نورو ولايتونو ته غځوي

8 Feb 2012 - 19:08
8 Feb 2012 - 19:08

کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): د تنوير د پانګې اچونې افغاني شرکت چې په دوبۍ کې د منځني ختيځ په نړيوال نندارتون کې د غوره افغاني غاليو نندارې ته وړاندې کولو سره يې لومړى مقام خپل کړ، په پام کې لري چې خپل فعاليتونه ١٥نورو ولايتونو ته وغځوي.

د تنوير (اف بي ام اى) شرکت مشر محمد داوود جبارخېل نن (د سلواغې ١٩مه) په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې دې شرکت د غاليو يوه مياشتني نندارتون کې چې درې ورځې مخکې په دوبۍ (د متحده عربي اماراتو صنعتي ښار) کې پاى ته ورسېد، شاوخوا پنځه زره متره مربع غالۍ نندارې ته وړاندې کړې وې.

د هغه په وينا، په دې نندراتون کې د ١٤ هېوادونو غالۍ نندارې ته اېښودل شوې وې، چې د افغانستان غاليو لومړى مقام ترلاسه کړ؛ نو له دې کبله د تنويرشرکت د (نشان) مډال د جايزې په توګه خپل کړ.

دا مډال چې د عقاب بڼه لري، له وسپنې جوړ او د سرو زرو په رنګ په کې حکاکي شوې ده.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکټر انوارالحق احدي په دوبۍ کې د غاليو په نندارتون کې د تنوير شرکت ځلېدل د افغاني توليداتو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې تنوير شرکت هڅه کړې، څوخپل توليدات په نړيوالو معيارونو برابر کړي.

نوموړي هيله مندي وښوده چې دا شرکت به خپل فعاليتونه او توليدات نور هم معياري کړي.

د منځني ختيځ نړيوال نندارتون له ٢٠٠٦ زېږديز کال راپدېخوا په دوبۍ کې ترسره کېږي او د نړۍ بېلابېل هېوادونه خپل توليدات په کې نندارې ته وړاندې کوي.

د تنوير شرکت مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې شرکت د ٢٠١٠ کال په لومړيو کې د غاليو د توليد او پروسس او د قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو په برخه کې په کابل او ننګرهار کې فعاليت پيل کړ.

نوموړى وايي چې ياد شوى شرکت د شاوخوا ٣٣ميليونو ډالرو په پانګه اچونې سره دمګړۍ په کابل، ننګرهار، کونړ، پروان، باميان او غزني ولايتونو کې فعاليت کوي، چې په کې ٣٨٠٠ کسانو لپاره د کار موکه برابره شوې ده.

جبارخېل زياتوي چې هغوى په پام کې لري، څو خپل فعاليتونه ١٥نورو ولايتونو ته وغځوي او له دې لارې زياتو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د تنوير شرکت مشر د نورو ولايتونو نومونه په ګوته نه کړل، خو څرګنده يې کړه چې هلمند او خوست ولايتونو ته لومړيتوب ورکړل شوى دى.

د تنوير شرکت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دې شرکت له پيله تراوسه ٢٠زره متره مربع پنځه ډوله غالۍ (چوبي، قزاق، شيرواني، ګبه، بلوڅۍ او سومک ګليم) توليد کړې دي.

غالۍ د افغانستان د صادراتو له عمدو توکو څخه ګڼل کېږي، چې د دولتي مسوولينو په وينا، په تخميني ډول د هېواد ٦ ميليونه وګړي په مستقيمه او غير مستقيمه توګه په کې په کار بوخت دي.

د يادونې وړ ده، چې په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې د افغانستان په لاس اوبدل شوو غاليو د المان د هانور ښار په نړيوال نندارتون (ډموټکس) کې د اتيا هېوادونو په غاليو کې لومړى مقام وګاټه.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version