اسعداباد (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازى وايي، چې ډېر ژر به له افغان سولې او پرمختګ سره د پاکستان د همکارۍ جلبولو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.
يان کوبېش دغه څرګندونې نن (د سلواغې٢٠مه) ختيځ ولايت کونړ ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره تر ليدنې وروسته له والي سيدفضل الله وحيدي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې ملګري ملتونه يواځې د افغان حکومت تر مشرتابه لاندې د سولې په اړه د خبرو اترو ملاتړکوي او تل يې خپل دغه دريځ په ډاګه کړى دى.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سولې په روانو خبرو اترو کې د افغان دولت د نه ښکېلتيا خبره رد کړه او ويې ويل، چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې مهم رول لوبوي.
يان کوبېش د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ملګرو ملتونو تل د افغانستان او پاکستان د اړيکو د لا ښه والي لپاره کار کړى او تل يې هڅه کړې، چې پاکستان له خپل ګاونډي افغانستان سره د سولې او پرمختګ په لاره کې له زړه څخه همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي، څو د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې له بهير سره د مرستو په موخه خبرې وکړي او د هغوى همکاري راجلب کړي.
د ژمي پر مهال په ځينو سيمو کې د خلکو د ستونزو او د سړې هوا له امله د ماشومانو د مړينې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يان کوبېش وويل، چې ادارې يې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې مرستې کړې، دا چې دا مرستې په کونړ او نورستان کې نه دې شوې، ده يې په اړه د پوښتنو کولو ژمنه ورکړه.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي يادې خبري غونډې ته وويل، چې د ملګرو ملتونو استازى له امنيتي حالاتو او بيارغونې څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه دغه ولايت ته راغلى دى.
هغه د يان کوبېش سفر ګټور وباله او زياته يې کړه، چې په دغه ولايت کې امنيتي ارګانونه له کمي او کيفي لحاظه پياوړي شوي دي.
وحيدي په کونړ کې د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما وروستى خپور کړى راپور رد کړ.
څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېره ٨ سلنه لوړه شوې او د کونړ ځينو پېښو ته يې هم په دغه راپور کې اشاره کړې وه.
د کونړ والي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه ټکني شوي او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل، چې د نړيوالو ټولنو او په تېره بيا له نړيوال بانک څخه دې د مرستو په جلبولو کې له دغه ولايت سره مرسته وکړي.
نوموړي، په ځانګړي ډول د برېښنا بندونو او د ځوانانو لپاره د ورزشي لوبغالو جوړېدل ياد کړل، چې په خبره يې، د عامو خلکو، په تېره د ځوانانو اړتيا ده.
يان کوبېش د کونړ د والي د غوښتونو په اړه وويل، چې دى به د کونړ ولايت د ستونزو د هوارۍ لپاره له مرکزي دولت، د هېوادونو له استازو او مرسته کوونکو سره خبرې وکړې، ترڅو د کونړ لپاره مرستې راجلب شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن