ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمنديان پاکستاني سوالګرو اندېښمن کړي

12 Feb 2012 - 13:40
12 Feb 2012 - 13:40

 لښکرګاه (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د هلمند يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي په دغه ولايت کې د پاکستاني سوالګرو له ډېرېدو څخه اندېښمن دي.

په لښكرګاه ښار كې د افغان سوالګرو ترڅنګ په دې وروستيو كې د پاكستان له بلوچستان ايالت او نورو سيمو په سلګونو نارينه او ښځينه سوالګرې د هلمند مرکز لښکرګاه ته راغلې دي.

د لښكرګاه ښار يو دوکاندار نور اغا پژواك اژانس ته وويل، چې له يوې خوا دغه ډول كسانو په ښار كې بې نظمي جوړه كړې او په خلكو پسې منډې وهي او خير غواړي او له بل پلوه ښايي دا كسان په هلمند کې په چاودنو او نورو امنيتي پېښو کې لاس ولري.

نوموړي له دولتي چارواكو وغوښتل، چې د دغو كسانو د پېژندنې او كنټرول په اړه دې پاملرنه وكړي.

د لښکرګاه يوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، دغه سوالګر، چې له پاكستان څخه راغلي، ډېرۍ يې ښځې دي او په بازار كې د خير غوښتلو پر مهال له دوى سره په غېږو كې ماشومان هم وي.

د ده په وينا، د دوى په ژبه خلک نه پوهېږي، خو هغوى يې تر هغې نه پرېږدي، چې پيسې يې نه وي ترې اخيستي، خلك د دغو سوالګرو په ليدو خپله لاره بدلوي.

نوموړي زياته كړه، چې له يوې خوا يې خلك ډېر په تنګ كړي او له بلې خوا دوى اندېښنه لري، چې د پاکستان غوندې له يوه شمتن هېواد څخه په دومره زيات شمېر سوالګر ولې يوه جنګ ځپلي هېواد ته راغلي دي.

نوموړي هم له اړوند دولتي مسوولينو او امنيتي چارواكو وغوښتل، چې دغه سوالګر دې وپلټي او د اړتيا په صورت كې دې ځانګړي كارتونه وركړل شي، تر څو په قانوني ډول دلته استوګنه پيل كړي.

د پاكستان له پنجاب ايالت څخه راغلي يوې سوالګرې مېرمن فاطمې پژواك اژانس ته وويل، چې دوى د بېوسۍ له كبله افغانستان ته راغلي دي.

هغې زياته کړه، چې كورنۍ يې غريبه ده او په پاكستان كې كار او روزګار نه شته.

د دې په وينا: ((په پاکستان کې په خير ټولولو كې هم دومره څه نه شو پيدا کولاى، چې د اولادونو لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيداكړو، نو له همدې امله دلته راغلي يو او په خير ټولولو سره د خپلو ماشومانو لپاره يو څه پيدا کوو.))

يوې بلې پاكستانۍ سوالګرې هم د نوم له ښودلو پرته وويل، چې دوى له ډېرې بېوزلۍ څخه لښكرګاه ته راغلې او د شپې له خوا په يوه خېمه كې اوسېږي.

نوموړې زياته کړه، چې د دوى په شان ګڼ شمېر د نورو كورنيو كسان هم لښكرګاه او د افغانستان نورو بېلابېلو سيمو ته د كار او خير ټولولو لپاره راغلي دي.

د هغې په خبره، په پاکستان کې په سوال او کاروبار باندې د دوى ژوند نه کېږي.

د هلمند د كار او ټولنيزو چارو رييس محمدنادر وطنوال پژواك اژانس ته وويل، چې دوى هم د دا ډول خلكو له راتګ څخه اندېښمن دي او پړه يې پر لوړ پوړو دولتي چارواكو واچوله.

دى وايي، چې كه څه هم د دغو كسانو په اړ کره سروې نه ده شوې، خو په وينا يې، په سلګونو پاکستاني سوالګر د لښكرګاه په ګډون يو شمېر ولسواليو ته هم راغلي دي.

وطنوال زياتوي، چې دغه سوالګر زموږ له دوده ماسېوا حركتونه کوي، ماشومان يې د ناروغ په ډول په غېږو كې وي او د خير غوښتو پر مهال په خلكو پسې منډې وهي.

نوموړي وويل: ((د پاکستاني سوالګرو ترڅنګ ګڼ شمېر مزدوركاران هم له پاکستان څخه په ناقانونه ډول راځي او په خصوصي شرکتونو کې كار کوي، چې له دې سره كېداى شي يو شمېر يې په امنيتي پېښو كې هم لاس ولري او دغه راز يې دلته د بې روزګاره كسانو او افغان مزدور کارانو په ژوند او اقتصاد هم بده اغېزه كړې ده.))

د هلمند والي محمدګلاب منګل هم وايي، چې د پاكستانه له راغلو سوالګرو سره د دوى اندېښنې له دې امله زياتې شوې، چې د خير ټولولو ترڅنګ ښايي په امنيتي پېښو كې هم لاس ولري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې له ټولو امنيتي او كشفي ارګانونو سره خبرې كړې، چې د دغو سوالګرو په اړه پلټنې وکړي او هغه كسان چې قانوني اسناد نه لري، له هېواد څخه دې و ايستل شي.

د والي په خبره، د دغو كسانو د خير ټولولو دغه ډول هم خلك په تنګ كړي دي، چې د خلكو كورونو او دوکانونو ته بې اجازې ننوځي او ستونزې ورته پيدا كوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version