ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګيلاني: د طالبانو لوړپوړى پلاوى له پاکستانه قطر ته تللى دى

16 Feb 2012 - 19:18
16 Feb 2012 - 19:18

کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): د پاکستان لومړي وزير ومنله چې د طالبانو يو لوړپوړى پلاوى له پاکستان څخه د خبرو په موخه قطر ته تللى دى.

نوموړي دغه څرګندونې نن له غرمې وروسته، په اسلام اباد کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پرمهال وکړې.

ولسمشر کرزى د افغانستان، پاکستان او ايران ترمنځ په درې اړخيزه ناسته کې د ګډون په موخه، نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللى دى.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي په اسلام اباد کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ليدنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني، د کورنيو چارو وزير رحمان ملک، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق پروېز کياني، د استخباراتو مشر جنرال شجاع پاشا، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، په اسلام اباد کې د افغانستان سفير محمد عمر داوودزي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون درلود.

د فيضي په وينا، د پاکستان لومړي وزير له کرزي سره په ليدنه کې وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې د خبرو له هر هغې پروسې ملاتړ کوي، چې مشري يې افغان حکومت وکړي.

ګيلاني په دې خبرو کې منلې ده، چې د طالبانو يو لوړپوړى پلاوى د پاکستان له لارې د سولې د خبرو له موخه  قطر ته تللى دى؛ خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

هغه همداراز وويل، چې د پاکستان حکومت د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر د وژلو په تور، چې څو مياشتې وړاندې په کابل کې په خپل کور کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو، دوه تنه نيولي دي.

افغان حکومت ويلي و، چې پر رباني بريد له پاکستانه پلان شوى و او په دې اړه يې له پاکستاني لوري د جدي پلټنو غوښتنه کړې وه.

دا لومړى ځل دى چې د پاکستان لومړى وزير په رسمي ډول، د رباني د وژلو په تور د دوو کسانو د نيول خبره کوي؛ خو وايي چې د موضوع د لا روښانتيا لپاره د دوى جدي هڅې روانې دي.

ولسمشر کرزي د پاکستان له دې اقدام څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د استاد رباني د قاتلينو نيول يې له پاکستان څخه د افغان حکومت لومړنۍ غوښتنه وه.

د فيضي د معلوماتو له مخې، د پاکستان لومړي وزير له کرزي سره په خبرو کې د افغانستان له لارې پاکستان ته له ترکمنستان څخه د ګازو د نل ليکې په غځولو کې د مرستې غوښتنه وکړه او همداراز يې وويل، چې د افغانستان خاوره بايد د پاکستان پرضد ونه کارول شي.

پاکستاني رسنيو تېره اونۍ خبر ورکړى و، چې د جمعې پر ورځ افغان سرحدي ځواکونه د بلوچستان ايالت د ژوب سيمې ته يو کيلومتر دننه راغلي وو او دوه ځايي اوسېدونکي يې وژلي دي.

افغان چارواکو ويلي وو، چې وژل شوي دواړه افغانان دي او د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.

خو ګيلاني وويل، چې د افغان ځواکونو پوسته د پاکستان په خاوره کې ده او بايد ليرې شي.

ولسمشر کرزي د ګازو د نل ليکې د غځولو په برخه کې لومړي وزير ګيلاني ته د مرستې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې هېڅکله به هم اجازه ورنه کړي چې خاروه يې د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.

هغه همداراز وويل، چې د افغان ځواکونو د پوستې په اړه به حکومت پلټنه وکړي او وروسته به يې په اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشر کرزي همداراز له ګيلاني وغوښتل، چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان په پوهنې وزارت پورې اړوند ميليونونه ټوکه په بهر کې چاپ شوي کتابونو ته، افغانستان ته د لېږد اجازه ورکړي، چې ګيلاني د سملاسي خوشې کېدو ډاډ ورکړ.

کرزي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تړون او په پاکستان کې د افغان سوداګرو پرمخ د شته ستونزو ليرې کول وغوښتل.

له غونډې وروسته، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني، د پوځ مشر اشفاق پروېز کياني، د استخباراتو مشر جنرال شجاع پاشا، د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو رحمان ملک او حنا رباني، د تړلو دروازو ترشا د نيم ساعت لپاره ګډه ناسته وکړه.

که څه هم د دې ناستې جزئيات د رسنيو په واک کې ورنه کړل شول، خو يوه افغان دولتي چارواکي چې نه غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک اژانس ته وويل چې په غونډه کې تر ډېره د افغان دولت له مخالفينو سره د سولې پر خبرو او د قطر د دفتر پر سر خبرې وشوې.

له غونډې وروسته، ولسمشر کرزي او ورسره پلاوي په غير رسمي ډول د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وکتل.

ټاکل شوې ده، چې سبا ته په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ايران د ولسمشرانو په ګډون درې اړخيزه ناسته جوړه شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version