ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لاريونونو کې لاريون کوونکو او امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

23 Feb 2012 - 14:36
23 Feb 2012 - 14:36

کابل (پژواک ٤ کب ٩٠): چارواکي او لاريون کوونکي وايي، چې په ننګرهار او لغمان کې لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي، چې له امله يې لاريون کوونکو او امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

امريکايي ځواکونو درې شپې مخکې څلور ټوکه قرآن کريمونه د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې وسوځول او دغه کار د خلکو غوسه يې راوپاروله او د لاريونونو لامل شو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو يو سرتېرى له لاريون کوونکو سره ملګرى شوى او پر امريکايي سرتېرو يې ډزې کړې دي.

د هغه په وينا، امريکايانو ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو په پېښه کې يو لاريون کوونکى وژل شوى او پنځه ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل، چې له پېښې وروسته د ملي اردو ياد سرتېرى له سيمې تښتېدلى دى.

خو د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ اجرائيه مدير غلام الدين منيب د کب په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو او لاريون کوونکو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې، چې دوه لاريون کوونکي او دوه امريکايي سرتېري په کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، لاريون هغه مهال په تاوتريخوالي واوښت، چې لاريون کوونکو غوښتل په سيمه کې د امريکايي ځواکونو اډې ته ننوځي، چې امريکايي سرتېرو هوايي ډزې وکړې.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمدحسن د تاوتريخوالي پخلى کوي، خو وايي، چې په دې پېښه کې د امريکايي سرتېرو په ډزو کې اوه لاريون کوونکي ژوبل شوي او يو وژل شوى دى.

د هغه په وينا، لاريون کوونکو هم وسلې درلودې، چې په ځوابي ډزو کې يې دوه امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې اوس ( ٣:٠٠ بجې ) هم په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو چورلکې ګرځي او لاريون په شا تمبول شوى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته په راليږلي خبرپاڼه کې منلي، چې د افغانستان په ختيځ کې يو تن چې د ملي اردو جامې يې پر تن د دوى پر سرتېر ډزې کړي او يو يې وژلى دى.

بل پلو له سيمې څخه د پژواک خبريال د راپور له مخې، د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې لاريون هغه مهال په تاوتريخوالي واوښت، چې لاريون کوونکو د ملي اردو پر سرتېرو د کاڼو ګزارونه وکړل.

يوه لاريون کوونکي احمدجاوېد پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا ١٢بجې د ملي اردو سرتېرو د لاريون کوونکو د کاڼو د ګزارونو په غبرګون کې هوايي ډزې وکړې، چې له امله يې يو لاريون کوونکى و وژل شو او نهه ټپيان شول.

د ده په وينا، ټپيان دغه مهال د مهترلام ملکي روغتون ته لېږدول شوي او لاريون روان دى.

د لغمان د عامې روغتيا چارو رييس ډاکټر عبدالطيف قيومي هم وايي، چې تر دې دمه دوى ته د لاريون له سيمې نهه ټپيان ور وړل شوي دي.

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم لاريون هغه مهال په تاوتريخوالي واوښت، چې لاريون کوونکو د ملي اردو او پوليسو پر سرتېرو د کاڼو ګوزارونه وکړل.

يوه لاريون کوونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو سرتېرو د لاريون کوونکو د کاڼو د ګزارونو په غبرګون کې هوايي ډزې وکړې، چې له امله يې دوه تنه لاريون کوونکي ټپيان شول.

د لغمان والي اقبال عزيزي په لاريونو کې د تاوتريخوالى وغانده.

د بټي کوټ ولسوال حاجي زلمى هم وايي، چې لاريون کوونکو پر افغان ځواکونو د کاڼو ګزارونه وکړل او فغان امنيتي ځواکونو يې په غبرګون کې هوايي ډزې وکړې.

د هغه په وينا، د افغان ځواکونو په هوايي ډزو کې يو دوولس کلن ماشوم ټپي شوى دى.

نوموړي وويل، چې لاريون پر ١٢بجو پاى ته ورسېد او د تورخم-جلال اباد لويه لاره، چې له درېيو ساعتونو بنديدو وروسته د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، خلاصه شوه.

د يادونې ده، چې نن سهار د کابل ولايت په بګرامي ولسوالۍ، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، خوګياڼو، چپرهار، پچيراګام ولسواليو، د لغمان په مرکز مهترلام ښار او قرغيو او الينګار ولسواليو، د اروزګان په مرکز ترينکوټ او د کونړ په مرکز اسعداباد کې پيل شوي او اوس ( د ماسپښين ١:٠٠ بجه) هم روان دي.

همدارنګه د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار، د فارياب په مرکز ميمنه، د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ او د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې پيل شوي دي.

هغوى د بهرنيو ځواکونو ضد شعارونه ورکوي او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version