کابل (پژواک ٤ کب ٩٠): ولسمشر کرزي د ملي شورا له غړو سره په ځانګړې غونډه کې وويل چې نړيوال ځواکونه دې ټول هغه کارونه ترسره کړي چې د خلکو پر دردونو او رنځونو باندې د ملهم پټۍ ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بګرام اډې کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د نسخو د سوځولو په اعتراض له تېرو درېيو ورځو راهيسې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د خلکو له خوا لاريونونه کېږي.
د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې، د ولسمشر له قوله ليکل شوي دي چې د قران کريم د سوځولو په اړه به بګرام ته د استول شوي پلاوي تر څېړنې وروسته، چې نن مازيګر به بېرته راشي، له شورا سره په مشوره پرېکړه وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، کرزي ويلي چې د بګرام په پوځي مرکز کې د يو امريکايي افسر له خوا د قران کريم د سوځولو پېښه د هغه د نادانۍ او ناپوهۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
خبرپاڼې د کرزي له خولې ليکلي:((موږ له هغوى څخه غواړو چې نه يواځې دا ډول عملونه دې په راتلونکي کې تکرار نه شي، بلکې نړيوال ځواکونه دې ټول هغه کارونه ترسره کړي، چې زموږ د خلکو په دردونو او رنځونو باندې د ملهم پټۍ ولګول شي.))
خبرپاڼه زياتوي، چې ولسمشر د ملي شورا له غړو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ناستې پرمهال ويلي، چې د افغانستان خلکو خپل برحقه غږ پورته کړ او د امريکا حکومت هم ډېر ژر د افغانستان له حکومت او خلکو بښنه وغوښتله.
د ولسي جرګې دويم نايب شيخ نعمت الله غفاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغې ناسته کې د ملي شورا غړو او ولسمشر حامد کرزي په بګرام کې د بهرنيانو له خوا د قران کريم د نسخو سوځېدل په کلکه وغندل.
د غفاري په وينا، د ملي شورا غړو په نننۍ فوق العاده غونډه کې، چې ولسمشر وربللې وه، ټينګار کاوه، چې د تېرو نورو پېښو په څېر بايد دغه پېښه له ياده ونه وېستل شي او عاملينو ته يې ژر سزا ورکړل شي.
ولسي جرګې، تېره ورځ د پرېکړه ليک په صادرولو سره، هغو بهرنيانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه، چې په بګرام کې يې د قران کريم نسخې سوځولې دي.
د ولسي جرګې په پرېکړه ليک کې له افغان دولت، نړيوالې ټولنې او د امريکا له متحده ايالتونو په کلکه د دا ډول کړنو د تکرار د مخنيوي غوښتنه هم شوې ده.
امريکايي او د ايساف چارواکو په بګرام کې قران کريم ته د سپکاوي له امله بښنه غوښتې او ويلي يې دي، چې په دې اړه به څېړنې وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن