اسلام اباد ( پژواک ٥ کب ٩٠): په پېښور ښار کې د پوليسو پر يوه مرکز ځانمرګي بريد کې درې پوليس وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي .
د پېښور د پوليسو مشر امتياز الطاف د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې نن سهار ( ٠٦:٣٠ ) بجې درې ځانمرګو بريد کوونکو د کواټوالۍ د پوليسو پرمرکز بريد وکړ .
نوموړي وويل چې بريد کوونکو لومړى د لاسې بمونو په کارولو سره د پوليسو پر ياد مرکز بريد وکړ، وروسته مرکز ته ننوتل، چې په پايله کې يې دوو تنو ځانونو ته چاودنه ورکړ او درېيم تن د پوليس په ډزو ووژل شو.
د پېښور د پوليسو مشر وايي ، چې په دغه بريد کې درې سرتېري ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
الطاف زياته کړه چې د بريد پرمهال شاوخوا شل تنه پوليس په دغه مرکز کې و، خو د پوليس د چټک غبرګون له امله د زياتې مرګ ژوبلې مخه ونيول شوه .
د چاودېدونکو توکو د له منځه وړلو د ادارې يوتن کارکوونکي شفقت د پېښې په ځاى کې وويل ، بريد کوونکو، چې عمرونه يې له شلو کلونو کم و، قوي چاودېدونکي توکي پر خپلو ځانونو پورې تړلي و.
د پېښې زيات شمېر قربانيان د پېښور ښار لوى روغتون ليډي ريډنګ ته لېږدول شوي دي .
ددغه روغتون مشر رحيم جان افريدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې پېښې له ځاى څخه ددوى روغتون ته درې مړي او شپږ ټپيان ، چې ټول پوليس دي، راوړل شوي دي .
د هغه په وينا ، په وژل شويو پوليسو کې دوه يې افسران دي .
افريدي زياته کړه چې په ټپيانو کې د دوو پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .
ددغه ډله ييز ځانمرګي بريد مسووليت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو مخکې تر دې دا ډول بريدونه د پاکستان د وسلوالو طالبانو له لوري تر سره شوي دي .
د يادولو ده ، چې تېره ورځ هم په پېښور ښار کې درنه چاودنه وشوه ، چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ تنه وژل شوي او ٣٧ نور ټپيان شول .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن