ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په لاريونونو کې څلور تنه ووژل شول او ٥٦ ټپيان شول

25 Feb 2012 - 17:05
25 Feb 2012 - 17:05

 کندوز ښار (پژواک ٦کب۹۰): لاريون کوونکو په کندوز ښار کې د يوناما پر دفتر او درېيو نورو ځايونو د ډبرو په وارولو سره تاوتريخوالى رامنځ ته کړ، چې په ترڅ کې يې څلور لاريون کوونکي وژل شوي او د درېيو پوليسو په ګډون٥٦ تنه ټپيان شوي دي.

پنځه ورځې وړاندې امريکايي عسکرو په بګرام هوايي ډګر کې د قران عظيم الشان څلور نسخې وسوځولې؛ دغه کار د خلکو غبرګون راوپاروه او په پايله کې يې د لاريونونه وشول.

د پژواک خبريال رپوټ ورکوي چې دغه لاريون  د سلګونو کسانو په ګډون، نن (د کب شپږمه) تر غرمې وړاندې د لسو بجو شاوخوا د کندوز ښار له چمن څخه پيل او د يوناما د دفتر او امنيه قوماندانۍ پر لوري روان شو.

لاريون کوونکو چې امريکايي ضد شعارونه يې ورکول او له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي وو،  ديوناما د دفتر پرلور يې تېږي وار کړې.

د کندوز ښار د پوليسو د درېيمې حوزې امر صالح محمد، چې د يوناما دفتر د دې حوزې اړونده سيمه کې پروت دى، وويل چې لاريون کوونکو ټايرونه او د يوناما د دفتر مخې ته څو غرفې وسوځولې او غوښتل يې چې دې دفتر ته ننوځي؛ خو د دوى بريد د پوليسو له خوا په شا وتمبول شو.

هغه زياته کړه چې د يوناما پر دفتر د اعتراض کوونکو د بريد پرمهال، درې پوليس د ډبرو د لګېدلو له امله ټپيان شوي دي.

 د درېيمې حوزې امر د لاريون کوونکو له مرګ ژوبلې بې خبرې وښوده؛ خو د پوليسو يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د يوناما او امنيه قوماندانۍ پر وړاندې له تاوتريخوالي په ډکو لاريونونو کې دوه لاريون کوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، تراوسه څرګنده نه ده چې دغه مرګ ژوبله د چا له خوا رامنځ ته شوې ده.

هغه وايي چې لاريون کوونکو د سرچوک او د کندوز ښار د خان اباد په سيمو کې هم د تاوتريخوالي او د دوکانونو د سوځولو هوډ درلود، چې امنيتي ځواکونه د هغوى د لارې خنډ شول.

د امنيت امر ومنله، چې په ټوله کې د دې تاوتريخوالي په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر سعد مختار وايي، چې تراوسه دوه مړي او ٢٩ ټپيان د بې پولې ډاکټرانو موسسې اړوند ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي، يو  مړى او ٢٢ نور ټپيان د کندوز ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 نوموړي د دې کسانو ټپونه د وهلو او ټکولو او مرمۍ د لګېدو له امله وګڼل او د اووه تنو روغتيايي وضعيت يې نازک وګاڼه.

خبريالان د ښار په مرکزي چوک کې راغونډ شوي او امنيتي چارواکي دوى ته اجازه نه ورکوي، چې د امنيه قوماندانۍ او يوناما دفتر ساحې ته وردننه شي؛ له همدې امله د لاريون کوونکو د نظرياتو په اخيستو بريالي شوي نه دي.

د کندوز ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام محمد فرهاد وويل، چې هوايي ډزې د نيم ساعت لپاره د امنيه قوماندانۍ او يوناما دفتر ترڅنګ روانې وې.

په ورته وخت کې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې هم لاريونونه له تاوتريخوالي ډک وو؛ سلګونه تنو د ولايت مقام د پوليسو لور ته ډبرې ورغورځولې، چې د پوليسو د ډزو له امله ١٨ لاريون کوونکي ټپيان شول.

خو د کابل ښار د پلچرخي سيمې او د نيمروز او سرپل ولايتونو د مرکزونو او د ننګرهار ولايت د ښېوې، حصارک، ګوشتې او سره رود ولسواليو لاريونونه بيا سوله ييز وو.

له نن پرته په تېرو څلورو ورځو کې د هېواد د بېلابېلو برخو په پرله پسې لاريونونو کې تر ٢٥ زيات کسان وژل شوي او ١٨٠ نور ټپيان شوي دي.

په داسې حال کې چې دولت د قران کريم د سوځونې په اړه يو پلاوى ټاکلى دى. د امريکا ولسمشر بارک اوباما، افغان ولسمشر حامد کرزي ته د يوه ليک په ترڅ کې د بګرام په پوځي مرکز کې قران عظيم الشان او نورو مذهبي کتابونو ته د اور اچونې له امله د افغانستان له حکومت او خلکو څخه بښنه غوښتې ده.

اوباما ويلي چې د بګرام پېښه قصدي نه وه او په دې اړه يې ولسمشر ته له څېړنو څخه ډاډ ورکړى دى.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن، قران کريم ته د اور اچونې خبره غير قصدي ګڼلې او زياته کړې يې ده، چې دوى به په دې اړه څېړنه کوي او داسې پېښه به په راتلونکي کې نه تکرارېږي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version