کندهار (پژواک ٨ کب ٩٠): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو يو شمېر سرتېرو د ملي راډيو ټلويزيون خبري ډلې ته سپکې سپورې ويلې او د وسلې په زور يې د هغوى د بندي کولو او ويشتلو ګواښ وکړ.
دغه پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته، چې د بېلابېلو رسنيو خبريالان د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر په غوښتنه د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندانۍ خبري غونډې ته بلل شوي وو.
دغه خبريالان، چې کله د پروګرام د له پاى ته رسېدو وروسته له دروازې د وتلو په حال کې وو، يو تن، چې په شخصي لباس کې و، د ملي راډيو ټلويزيون خبرې ډلې ته يې سپکې سپورې وويلې، مايک او کمره يې ترې واخيستل او د وسلې په زور يې د هغوى د بندي کولو او ويشتلو ګواښ وکړ.
د کندهار د ملي راډيو ټلويزيون د خبري ډلې مشر نثاراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د پروګرام تر ختمېدو وروسته له عمومي دروازې د وتلو په حال کې وو، چې يوه تن په ساده جامو کې، چې يو شمېر سرتېري هم ورسره وو، د شا له لورې په ډېره تونده او بده لهجه راپسې غږ کړ: ((اې غړکې! ودرېږه….!!))
هغه زياتوي، کله چې دوى ودرېدل، د هغه له شا د ملي اردو يوه سرتېري، چې پوځي جامې يې پر ځان وې، وويل، زه د قول اردو د روغنياتو امر يم، دغه مهال يې ټولو ته ډېر بد ښکنځلې وکړې او له کمره مين څخه يې مايک او کمره واخيسته او خپلې وسلې يې د هغوى لورې ته واړولې او ورته، ويل يې، چې اوس به يې وولي.
دى وايي: ((څو ځلې مې د هغوى د دغه کار د لامل د معلومولو هڅه وکړه، خو ساتونکو به يې وسله راباندې پورته کړه او د ډېرو بدو ښکنځلو ترڅنګ يې موږ ټولو ته د بندي کولو او ويشتلو ګواښ وکړ.))
د نوموړي په وينا، چې له قول اردو څخه د راوتو پر مهال يې هېڅ کوم غيرقانوني عمل نه دى کړى، چې سرتېري دې ورسره دغسې بد چلند وکړي.
د کندهار د ملي راډيو ټلويزيون امر اغا محمد نظري، چې له خپلو کارکوونکو سره شوي چلند په غوسه کړى، وايي، دا موضوع به د کندهار له والي سره شريکوي.
هغه له ملي دفاع وزارت څخه وغوښتل، هغه کس ته دې سخته سزا ورکړي، چې له کوم لامل پرته يې د ملي راډيو ټلويزيون خبري ډله ګواښلې او سپکه کړې ده.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالحميد حميد هم د موضوع پخلى کوي او د بښنې ترڅنګ يې د موضوع په اړه د څېړنې خبر ورکړ.
د کندهار ولايت د دفتر رييس او د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي هم له خبريالانو سره شوى چلند له زغم پورته وګاڼه او ويې ويل، چې د قول اردو د عامه اړيکو مسوول بې کفايته دى او اړوند وزارت دې دغې دندې ته بل وړ کس ور وپېژني.
هغه زياته کړه، نننۍ پېښه به په جدي توګه وڅېړي.
د کندهار خبريالان هم د ملي اردو له خوا شوي دغه چلند په غوسه کړي او وايي، چې تل د خپلو ژورناليستکي فعاليتونو پر مهال له دغه راز ستونزو سره مخ کېږي.
دا پېښه داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د ملي امنيت يو شمېر کارکوونکو هم څو خبريالان، چې د کندهار له صنعتي پارک څخه يې راپور چمتو کاوه، د وسلې په زور وګواښل.
په همدې موخه د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار ټول خبريالان د پرېس کلب په ودانۍ کې د احتجاج په توګه سره را غونډ شوي وو او شکايت يې کاوه، چې اړوند امنيتي ارګانونه خبريالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي، د پېښو ساحو ته نه پرېښودل کېږي او امنيتي ارګانونه ورسره د کار پر مهال ناوړه چلند کوي.
دغو خبريالانو په دې غونډه کې ګواښ کړى و، چې که يې ستونزې هوارې نه شي، نو له دغه ولايت څخه به د خبرونو له چمتو کولو لاس واخلي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن