کابل (پژواک ٨ کب ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خلکو پر وړاندې په پرله پسې توګه پر لويو لارو او د خلکو د تګ راتګ پر سيمو بريدونه د هېواد د دښمنانو کار بللى دى.
د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته د کب په ٨مه، په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د ننګرهار ولایت د جلال اباد د هوایي ډګر د نظام قراول پر وړاندې نننى ځانمرګی برید په کلکه غندلى دى.
سرچينه کاږي، چې ولسمشر کرزي دغه ځانمرګى بريد د افغانستان د خلکو د دښمنانو غیر انساني او غیر اسلامي کار بللى دى.
خبرپاڼه زياتوي چې حامد کرزي په څرګندو ټکو ويلي: ((د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان به د خپلو دا ډول ناروا عملونو په ترسره کولو سره د افغانستان د خلکو له کرکې او د لوی خدای (ج) له عذابه پرته بل څه ترلاسه نه کړي.))
د سرچينې له مخې، ولسمشر د وژل شويو او ټپيانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.
همداراز په کابل کې د ايساف مطبوعاتى دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې، ياد بريد غندل شوى او د وژل شويو او ټپيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د يادونې ده چې نن سهار مهال د جلال اباد هوايي ډګر مخې ته، په شوي ځانمرګي بريد کې نهه تنه ووژل شول او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن