ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان- ترکيې د دوستۍ ٩١مه کاليزه ونمانځل شوه

کابل (پژواک ١١ کب٩٠): د افغانستان او ترکيې د دوستۍ د ٩١مې کاليزې د نمانځنې په مراسمو کې د ترکيې سفير ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به يې د هېواد همکاري تر ٢٠١٤ کال وروسته هم دوام وکړي.

د افغانستان او ترکيې د دوستۍ ٩١مه کاليزه نن په کابل کې، د بهرنيو چارو په وزارت کې ونمانځل شوه.

 له نن څخه ٩١ کاله مخکې د افغانستان د پاچا غازي امان الله خان او د ترکيې د جمهور رييس کمال اتاترک ترمنځ د دوستۍ تړون لاسليک شوى و.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين، د ترکيې سفير بسات اوزترک، په کابل کې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو، د ملي شورا غړو او يو شمېر حکومتي چارواکو ګډون درلود.

د ترکيې سفير اوزترک وويل، چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ اوږدې تاريخي، فرهنګي او مذهبي اړيکې موجودې دي، چې د دوستۍ ياد تړون يې د معاصر تاريخ يوه برخه ده.

اوزترک زياته کړه، چې ترکيه به له ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره په امنيتي، روغتيايي، پوهنې او نورو برخو کې خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې، چې د ٢٠١٤کال تر وروستيو په ټول هېواد کې امنيتي چارې له بهرنيو افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د ترکيې سفير وويل، چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ دوستي د وياړ خبره ده او ويې ويل: ((ترڅو چې نړۍ وي، د افغانستان او ترکيې ترمنځ دوستي به دوام ولري.))

 اوزترک،چې هېواد يې دغه مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې ١٧٩٩پوځيان لري وويل: ((زموږ ترمنځ هېڅ توپير نشته، موږ داسې احساس نه کوو، چې په پردي هېواد کې يو.))

هغه وايي، چې افغانستان او ترکيه په سيمه کې د ستراتيژيک موقعيت له مخې سره ورته دي او خلکو يې له همدې امله ډېرې ستونزې ګاللې دي.

اوزترک وويل: ((د افغانستان خلکو هېڅکله خپله مېړانه نه ده بايللې، د دنيا ډېر کم خلک دي، چې له دومره ستونزو سره سره، استوار پاتې دي.))

 هغه د افغانستان او ترکيې ترمنځ پر تاريخي، سياسي او لرغونو کلتوري اړيکو خبرې وکړې او شاعر او متصوف مولانا جلال الدين محمد بلخي يې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د پيوند ښه بېلګه وبلله.

دى وايي، چې مولانا بلخي د دواړو هېوادونو خلک د تاريخ په اوږدو کې سره نږدې کړي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين وويل،چې ترکيه او افغانستان لږ تر لږه له زرو کلونو راهيسې له يو بل سره تاريخي او فرهنګي اړيکې لري.

رهين وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ رسمي تړون ((يوه ځوانه پېښه ده.))

رهين د ترکيې او افغانستان ځينو پوهانو او فيلسوفانو ته په اشارې سره وويل، چې د دغو هېوادونو خلکو ديوه متمدن په توګه نړۍ ته د بشريت فرهنګ، هنر، پوهه او فسلفه وړاندې کړې ده.

ده د بېلګې په توګه د مولانا جلال الدين بلخې، سيد جمال الدين افغان، ابو علي سينا، فارابي او حليم پاشا نومونه ياد کړل، چې د علم او فلسفې په برخه کې يې نړيوالو ته د پام وړ خدمتونه کړي دي.

رهين وويل، چې د دغو عالمانو افکارو سرحدونه نه پېژندل، نو له همدې امله بايد دغو کسانو ته نړيوال شخصيتونه وويل شي او په يوې خاصې جغرافيې پورې اړوند ونه بلل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين، ترکيه د افغانستان دوست هېواد ياد کړ او زياته يې کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې رښتينې مرستې کړې دي.

لودين هم وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ژورې، کولتوري او تاريخي اړيکې شتون لري.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version