ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ لوبډله د نړيوالې اتلولۍ د غوراوي سياليو کې د ګډون لپاره دوبۍ ته ولاړه

2 Mar 2012 - 14:34
2 Mar 2012 - 14:34

کابل (پژواک ۱۲ کب ۹۰): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د کب په ۱۲مه، د شل اوريزو نړيوالې اتلولۍ د غوراوي په سياليو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

د شل اوريزو نړيوالې اتلولۍ سيالۍ، چې ټاکل شوې ده د روان زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ د کب په ٢٣مه، په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې په کې ١٦ لوبـډلې برخه اخلي.

له دې شپاړسو لوبډلو څخه دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې برخه اخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي لوبډله نن سهار د متحده عربي اماراتو په لوري روانه شوه.

هغه زياته کړه چې د غوراوي تر سياليو مخکې به، ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د خپلو دوو بهرنيو روزونکو پاکستاني کبيرخان او هندوستاني اميش پټوال تر سرپرستۍ لاندې تمرينات ترسره کوي.

نوموړي وويل چې ملي لوبډله به د تمريناتو ترڅنګ، د متحده عربي اماراتو له ځايي لوبډلو او د غوراوي په سياليو کې له يو شمېر ګډوونکو لوبډلو سره دوستانه لوبې هم ترسره کړي.

د کرکټ بورډ اجرايوي رييس نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې ملي لوبډله له بشپړ چمتووالي سره د اماراتو په لوري روانه شوې ده.

هغه زياته کړه چې اماراتو ته له روانېدو مخکې، ملي لوبډلې په هېواد کې دننه هم د لسو ورځو لپاره تمرينات ترسره کړي دي.

دانش هيله څرګنده کړه، چې له نويو دوو بهرنيو روزونکو سره به د ملي لوبډلې لوبغاړي ښه لوبه ترسره او هېواد ته به اتلولي وګټي.

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر نوروز خان منګل، دوبۍ ته له روانېدو مخکې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د غوراوي سياليو لپاره ښه تمرينات کړي او پاکستان سره له ترسره کړې سيالۍ يې هم تجربه ترلاسه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د غوراوي سياليو د هرې لوبې لپاره له يوه نوي پلان سره ميدان ته وردانګي او هېڅ لوبډله اسانه نه اخلي.

نوروز منګل له هېوادوالو وغوښتل چې د تېر په څېر يو ځل بيا، د خپلې ملي لوبډلې د بريا لپاره د زړه له کومې دعاګانې وکړي.

د غوراوي له سياليو څخه دوه لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيدا کوي، چې يوه لوبډله به د نړيوال جام په الف ګروپ کې له هندوستان او انګلستان او بله لوبډله به په ب ګروپ کې له اسټراليا او ويسټ انډيز سره لوبېږي.

د غوراوي په سياليو کې چې ۱۶ لوبډلې برخه اخلي، افغانستان په ب ګروب کې دی؛ په دې ګروپ کې نيپال، هالينډ،کاناډا، پي اين جي، برموډا، هانګ کانګ او د ډنمارک لوبډلې شتون لري.

هېره دې نه وي، چې افغانستان د ۲۰۱۰ زېږديز کال د کرکټ د شل اوريزو سياليو نړيوالې اتلولۍ ته لاره پيدا کړې وه او له سوېلي افريقا او هندوستان سره يې دوه سيالۍ ترسره کړې وې.

د غوراوي سياليو لپاره د افغانستان ملي لوبډله په لاندې لوبغاړو مشتمله ده:

نوروز منګل (لوبډلمشر)، کريم صادق، جاوېد احمدي، ميرويس اشرف، حميد حسن، محمد نبي، محمد شهزاد، ضمير خان، ګلبدين نايب، شبير نوري، سميع الله شينواری، دولت ځدراڼ، نورعلي او شاه پور ځدراڼ.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version