ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست په درېيو ولسواليو کې د ملي پيوستون پروژې نه دي پلي شوي

3 Mar 2012 - 18:18
3 Mar 2012 - 18:18

خوست ښار (پژواک ١٣ کب ٩٠): د ملي پيوستون مسوولين او خلک وايي چې د خوست په درېيو ولسواليو کې تراوسه د ملي پيوستون پروژې د ناامنيو له امله نه دي پلي شوي.

 په خوست کې د ملي پيوستون پروګرام د ځايي ادارې مشر انجنير بصير پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ياد پروګرام له لارې تر ۱۵۰۰ زياتې پروژې پلي شوې دي؛ خو په درېيو ولسواليو کې تراوسه هېڅ پروژه نه ده پلي شوي.

 د هغه په وينا، د خوست په صبريو، باک او علي شېرو ولسواليو کې تر دې مهاله د ناامنيو له امله نه دي توانېدلي، چې د بيارغونې او پرمختيايي پروژې پلې کړي.

 ده وويل چې په دې سيمو کې وسله وال مخالفين، پرمختيايي او پراختيايي پروژو ته اجازه نه ورکوي او د دا ډول پروژو ملاتړو او پلي کوونکو ته د مرګ ګواښونه کوي.

 نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې يې هڅې پيل کړې او له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره يې په دې اړه خبرې اترې روانې دي.

 انجنير بصير وايي، چې له دې ولسواليو پرته يې په نورو سيمو کې د شاوخوا شل ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړې، چې خلک او د سيمې اوسېدونکي ترې خوښ دي.

 د ده په خبره، په دې پروژو کې استنادي دېوالونه، نيمه ژورې څاګانې، سړکونه، پولګوټي، ډيزلي ژرندې، د کوچنيو برېښنايي شبکو جوړول او يو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

 هغه زياته کړه: ((دغه پروژې د خلکو په خوښه پلي شوي او په دې سره د خلکو په ژوند کې يو څه مثبت بدلون راغلى دى؛ خو دولت بايد دې ته ورته نورې پروژې هم رامنځ ته کړي، چې د خلکو د ژوند کچه ورسره لوړه شي.))

 د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکى سيد ميرخان هم وايي، چې د دوى په سيمه کې تراوسه د ملي پيوستون کومه پروژه نه ده پلي شوي.

 د ده په وينا، دولت بايد په خپله د سيمې امنيت خوندي کړي او د بيارغونې پروژې په کې پلې کړي.

 دى وايي، تر يوه بريده پر خلکو پورې هم تړلې ده چې له دولت او په ځانګړي ډول له امنيتي ځواکونو سره د امنيت په راوستو کې مرسته وکړي.

 د خوست د علي شېرو ولسوالۍ اوسېدونکي ساجد منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې هم تراوسه د ملي پيوستون کومه پروژه نه ده پلي شوي.

 نوموړي زياته کړه، چې د سيمې خلک چمتو دي چې له دولت سره د پروژو د پلي کولو په موخه هر ډول همکاري وکړي.

 هغه وويل، چې د دوى په سيمه کې اوس مهال ناامني نشته او د ملي پيوستون د پروژو د پلي کولو لپاره دې د خوست د کليو د پراختيا او بيارغونې چارو رياست تابيا ونيسي.

 د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو د سيمې اوسېدونکى فاروق خان لېوال بيا وايي، چې د ملي پيوستون د بيارغونې د پروژو د نه پلي کېدو له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 د هغه په وينا، که په سيمه کې يې د ملي پيوستون پروګرام له خوا پروژې پلې شي، له برېښنا، د سېلابونو له خطر، د اوبو له کمښت او نورو ستونزو څخه به خلاص شي.

 نوموړي زياته کړه، چې په دې برخه کې بايد قومي مشران او ديني عالمان له دولت او خلکو سره مرسته وکړي، ترڅو د بيارغونې پروژې په سيمو کې پلې شي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version