لښکرګاه (پژواک ١٣ کب ٩٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ٢١ ټنه بېلا بېل ډول نشه يي توکي نن وسوځول شول.
د دې توکو د سوځولو پر مهال د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال ډګرجنرال بازمحمد احمدي، د هلمند والي ګلاب منګل، امنيه قوماندان او نورو ځايي چارواكو شتون درلود.
جنرال باز محمد احمدي د دې توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نشه يي توكي د دې ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د ١٧٧ ترسره شويو علمياتو پر مهال ترلاسه شوي وو.
هغه زياته کړه، چې له دې توكو سره په تړاو ۲۵۴ قاچاق وړونكي هم نيول شوي، چې په خپل وخت يې قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
د احمدي په وينا، په دې توکو کې نږدې ۸زره كيلوګرامه ترياك، ۱۲زره كيلوګرامه جامد مواد، ۱۶۰۰ لېټره مايع تيزابي مواد، ۶سوه كيلوګرامه چرس، ۱۴۹ كيلوګرامه هيرويين، ۱۴۹ كيلوګرامه كرسټيال، ۲۱ كيلو ګرامه مورفين او ۳۵ لېټره مشروبات شامل دي.
نوموړي وويل چې دغه مواد د يوه كال په موده كې نيول شوي دي، چې ډېر يې د كال په وروستيو درېيو مياشتو كې ترلاسه شوي وو.
د هلمند والي محمدګلاب منګل هم په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې په تېرو څلورو كلونو كې په دې ولايت كې نه يواځې د نشه يي توكو پر وړاندې كلكه مبارزه ترسره شوې، بلكې په ياده موده كې د ترياكو د كر په كچه كې هم د پام وړ كموالى راغلى دى.
نوموړي زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې په بشپړ ډول د نشه يي توكو، وركول ناشوني دي؛ خو پر وړاندې به يې مبارزه روانه وي، ترڅو دا كچه صفر ته راټيټه شي.
د هلمند د امنيه قوماندانى د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې سرپرست سمونوال عبدالصبور پژواك ته وويل، چې دا مهال په ولسواليو كې په نارسمي ډول د ترياكو د كر پر وړاندې كمپاين روان دى او په رسمي ډول به په نږدې راتلونكي كې پيل شي.
د نوموړي په وينا، سوځول شوي نشه يي توكي وړاندې په ګودامونو كې ساتل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن