ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فدايي: د اوبو او انرژۍ وزارت د چک بند په بيارغولو کې ناغېړي کوي

5 Mar 2012 - 13:46
5 Mar 2012 - 13:46

ميدان ښار (پژواک ١٥ کب ٩٠): د ميدان وردګو والي وايي، چې د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کې د بند جوړولو پر غوښتنه يې اړوند وزارت غور نه کوي او په تېرو پنځو کلونو کې يې تخنيکي پلاوي له دغه بند څخه هېڅ ليدنه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (د کب ١٤مه) د برېښنا او انرژۍ وزير اسمعيل خان له ولسي جرګه د باور رايې له ترلاسه کولو وړاندې د خپلې راتلونکې کړنلارې وړاندې کولو پر مهال وويل، ځکه يې تر اوسه د چک ولسوالۍ پر بند کار نه دى پيل کړى، چې نا امنۍ زياتې دي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د چک له بند څخه يې تر اوسه دوه ځلې هم ليدنه نه ده کړې.

د چک بند د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار سوېل لوېديځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې د چک په ولسوالۍ کې موقعيت لري.

د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي نن (د کب ١٥مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې ده څو ځلې د دغه ولايت له وکيلانو سره يوځاى د اوبو او انرژۍ وزارت ته د دغه بند په تړاو تللى او ژمنې ورسره شوې دي.

د هغه په وينا، دغه راز د بند په تړاو يې څو ځلې رسمي مکتوبونه هم اړوند وزارت ته لېږلي، خو هرڅه د کاغذ پر مخ پاتې او هېڅ عملي کار نه دى شوى.

فدايي زياته کړه: ((د وزارت  رهبري خو پرځاى پرېږده، چې تر اوسه يې تخنيکي پلاوى هم په تېرو پنځو کلونو کې له دغه بند څخه ليدنه نه ده کړې.))

د والي په خبره، چې د امنيت په موخه يې په سيمه کې د ملي اردو يو ټولى هم ځاى پر ځاى کړى دى او د لارې په اوږدو کې هم د امنيتي ځواکونو پوستې جوړې شوې دي.

دى وايي، چې د چک ولسوالۍ د بند جوړول د دغه ولايت د خلکو يواځېنۍ هيله ده او د امنيت له پلوه يې وزارت ته ډاډ ورکوي.

فدايي زياتوي، چې څو کلونه مخکې د نړيوال بانک له خوا ياد بند ته بودجه منظوره شوې وه، خو هغه مهال يې د امنيتي ستونزو له امله چارې وځنډېدې.

ده وويل، چې په وروستيو کې څو ځلې په چک ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره شول او اوس د دغې سيمې امنيتي حالت په بشپړ ډول د ډاډ وړ دى.

والي زياته کړه، چې په چک ولسوالۍ کې دغه مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ مرکز جوړ شوى او د بيارغونې کارونه هم په سيمه کې روان دي.

 د هغه په وينا، چې د ياد بند جوړولو ته يې د ولايت په پنځه کلن پرمختيايي پلان کې هم لومړيتوب ورکړى دى.

د ياد بند په اړه په ٢٠٠٥ زېږديز کال کې د (GTZ) جرمنۍ موسسې ويلي و، چې د درې نيم ميليونو ډالرو په لګښت به يې توربينونه بېرته فعال کړي.

دغه بند ٦٧کاله مخکې په ١٣١٩ کال د المان د زيمنس کمپنۍ له لوري جوړ شوى و، چې په هېواد کې د وروستيو دريو لسيزو جګړو له امله ويجاړ شوى دى.

د دغه بند د برېښنا کمښت بېلابېل لاملونه لري، چې له يو پلوه يې کانالونه ډک شوي او له بلې خوا له دريو تور بينو اوس يواځې يو توربين برېښنا توليدوي.

دغه راز د ميدان وردګو ولايت چارواکو په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې ويلي و، چې د چک د برېښنا بند د پروژې پر رغونې به د جرمني هېواد له خوا ٦،٥ ميليونه يورو ولګول شي.

ويل کېږي، چې دغه پروژه تر جبل السراج وروسته د ټول هېواد په کچه تاريخي پروژه ده، چې دغه بند د جوړېدو په لومړيو کې ٣٣٠٠٠ کيلو واټه برېښنا توليدوله، چې اوس يې ظرفيت ٩٠٠ کيلوواټه ته راټيټ شوى دى.

د يادونې ده، تر اوسه پورې پرې د بيارغونې او د توربينونو د جوړېدو کوم عملي کار نه دى پيل شوى.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version