ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپين بولدک په چاودنه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

7 Mar 2012 - 11:18
7 Mar 2012 - 11:18

کندهار ښار (پژواک ١٧ کب ٩٠): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې نن له غرمې مخکې په يوه چاودنه کې څلور عام وګړي و وژل شول او لس نور ټپيان دي.

دا چاودنه نن (د کب ١٧مه) له غرمې مخکې  شاوخوا لس نيمې بجې د پاک-افغان د دوستۍ دروازې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د يوه موټرسايکل په وسيله شوې ده.

د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه څلور عام وګړي، چې يوه ښځه او يو ماشوم هم په کې شامل دي، وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ايوبي وايي، چې په ټپيانو کې اوه ملکي وګړي او يو سرحدي پوليس دى.

په سپين بولدک کې د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان جانان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو ترڅنګ لس نور ټپي شوي، چې اته عام وګړي او دوه پوليس دي.

د سپين بولدک د دوستۍ دروازې د کميسارۍ  مسوول محمدعلي پژواک اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى  او د يوه دوکان مخې ته درول شوى و.

هغه زياته کړه، چې دغه چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې او په دې چاودنه کې وژل شوي او ټپيان هغه ملکي وګړي دي، چې پر ګډه دروازه يې تګ راتګ کاوه.

دى وايي، چې ټپيان د سپين بولدک ولسوالۍ ځايي روغتون ته وړل شوي،  چې   د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د سليم په نوم يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې يو شمېر دوکانونه او موټر هم زيانمن شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د سپين بولدک چاودنه تاييدوي، خو زياتوي، چې د چاودنې پر مهال د دوى ځواکونو هلته شتون نه درلود.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

خو د کورنيو چارو وزارت او د کندهار د ولايت مقام د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي، چې د هېواد  د سولې دښمنانو يو ځل بيا عام وګړي په نښه کړي دي.

تېره اونۍ په کندهار ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله، چې پر څلورمې امنيتي حوزې شوى و، يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version