ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د ښوونکو د نشتوالي له امله ١٢ ښوونځي تړل شوي

7 Mar 2012 - 13:44
7 Mar 2012 - 13:44

خوست ښار (پژواک ١٧ کب ٩٠): د خوست د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې دغه مهال ١٢ ښوونځي د ښوونکو د نه شتون له امله تړل شوي دي.

د خوست د پوهنې رييس بختنور بختيار د کب په ١٧مه پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه مهال د خوست د علشېرو، باک او موسی خېلو ولسواليو اړوند په لرې پرتو سيمو کې ١٢ ښوونځي د ښوونکو د نه شتون له امله تړل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو سيمو کې داسې لوستي کسان نشته، چې د ښوونکي دنده ترسره کړي او نه هم د مرکزي سيمو ښوونکي زړه ښه کوي، چې يادو سيمو ته ولاړ شي.

دى وايي: ((دغه ښوونځي د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې جوړ شوي، چې په لومړيو کې يې ښوونکي درلودل، خو وروسته زياتره ښوونکي له سيمو څخه ښارونو او مرکز ته کډه شول.))

نوموړي زياته کړه، چې دا يوه لويه ستونزه ده او هواری يې هم د ده له وس څخه وتلى دى.

خو هغه وويل، چې په ټول خوست کې داسې ښوونځی نشته، چې د نا امنيو له امله دې تړلى وي.

د خوست د علشېرو ولسوالۍ اړوند د ببرک تاڼې اوسېدونکي زيارت ګل پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې يې ښوونځى شته او خلک هم مينه لري، چې ماشومان يې زده کړې وکړي، خو ښوونکي نشته.

د هغه په وينا، که دولت د ښوونکو په ګومارلو کې ورسره مرسته ونه کړي، ماشومان به يې بې سواده لوی شي.

د ښوونکو د نشتوالي ستونزه د خوست په هغو سيمو کې ليدل کېږي، چې له پخوا څخه په کې لوستي کسان ډېر لږ وو.

د دغو سيمو اوسېدونکي وايي، هغه ځيني لوستي کسان چې د دغو سيمو اړوند وو، د اقتصادي او يا نور ستونزو له امله د خوست مرکز او يا نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د باک ولسوالۍ د اکا کلي اوسېدونکی صابر خان، چې اوس مهال په خوست ښار کې اوسېږي پژواک اژانس ته وويل، چې ډېر شمېر هغه کليوال، چې لوستي دي له کورنيو سره ښار ته راغلي دي.

د ده په خبره، په خوست ښار کې له يوې خوا د کار روزګار، روغتيايي او نور سهولتونه ډېر دي او له بلې خوا هغه تنخواګانې چې په لرې پرتو سيمو کې ورکول کېږي، دلته يې هم ترلاسه کوي.

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی شريف الله منګل هم وايي، چې د دوى په سيمه کې يو شمېر ښوونځي د ښوونکو د نه شتون له امله تړل شوي دي.

دى وايي، چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره بايد د پوهنې رياست او وزارت په لرې پرتو سيمو کې د ښوونکو په تنخواګانو کې ډېروالى راولي.

نوموړی زياتوي، چې که دغه کار ونه شي، زياتره د خوست د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي به له زده کړو بې برخې پاتې شي.

خو د خوست د پوهنې رييس بختنور بختيار بيا وايي، چې دوی په خپله اداره کې دغه امکانات نه لري، چې پر خپل صلاحيت د ښوونکو تنخواګانې لوړې کړي.

نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي او د ښوونکو په هڅونه او يو څه اضافي حق الزحمې په ورکولو کې ورسره همکاري وکړي.

د يادونې ده، چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې د ناامنيو له امله ښوونځي تړل شوي دي او دغه لومړى ځل دى، چې په خوست ولايت کې د ښوونکو د نه شتون له امله ښوونځي تړل کېږي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version