ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چارچينو کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

7 Mar 2012 - 19:32
7 Mar 2012 - 19:32

ترينکوټ (پژواک١٧کب٩٠): د اروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس ابراهيم اخونزاده د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د چارچينو ولسوالۍ اړوند په داشي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې وسله والو طالبانو بريد کړى دى.

نوموړي، که څه هم سيمه ييزو پوليسو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره تاييد کړه؛ خو په دې اړه يې کره معلومات ورنه کړل.

د ولايتي شورا غړي او د چارچينو اوسېدونکي حاجي نعيم خان هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پوسته کې يو تن له وسله والو طالبانو سره لاس درلوده او د هغه په مرسته وسله والو طالبانو پر يادې پوستې بريد کړى دى.

خو د چارچينو د پراختيايي شورا رييس جمعه ګل پژواک ته وويل، چې په دې بريد کې ٩ سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو تن ورک دى.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له نامعلومه ځايه پژواک ته د ټېلېفون په کرښه کې وويل، چې په داشي سيمه کې د دوى وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى او لس تنه يې وژلي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version