کابل (پژواک ١٨ کب ٩٠): د ولسمشر کرزي وياند وايي چې افغانستان او امريکا په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو لخوا افغان حکومت ته د زندانونو د مسووليت د ژر سپارلو هوکړې ته نږدې شوي دي .
د ولسمشر حامدکرزي وياند ايمل فيضي دغه څرګندونې نن (د کب ١٨مه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
د هغه په وينا،د يوې تفاهم نامې په چوکاټ افغان حکومت ته د زندانونو مسووليت د بشپړ سپارلو په موخه،يو افغان لوړ پوړى پوځي چارواکى ګومارل شوى،چې دغه بهير پر مخ بوځي.
نوموړي وويل چې د بهرنيو ځواکونو لخوا د زندانونو د سپارلو موضوع، له امريکا سره د ستراتيژيک سند د لاسليکولو لپاره د دوديزې لويې جرګې له مهمو غوښتنو څخه ده.
د ده په خبره، د زندانونو د سپارلو له موافقې څخه وروسته دواړه خواوې (افغانستان –امريکا ) به د شپنيو عملياتو د بندولو په اړه به خبرې پيل کړي.
فيضي زياته کړه، چې د ستراتيژيک سند د لاسليک په برخه کې پرمختګ شوى او ده هغه اوازې چې ګواکې د ستراتيژيک سند پر سر د ولسمشرحامدکرزي او د امنيت شورا د مشر رنګين دادفر سپنتا تر منځ مخالفت رامنځ ته شوى ، رد کړې.
يو شمېر رسنيو راپور ورکړى و، چې سپنتا له ولسمشر کرزي غوښتي و، چې د ستراتيژيک سند پر وړاندې له خپلو ځينو شرطونو څخه تېر شي.
د ولسمشر وياند څو ورځې مخکې ويلي و، چې افغانستان به هغه مهال له امريکا سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي، چې د دوديزې لويې جرګې وړانديزونه، چې په هغه کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپنيو عملياتو بندېدل، د بهرنيانو له لوري د افغانستان حکومت ته د ټولو زندانونو سپارل او يو شمېر نور مهم موضوعات شامل دي، عملي بڼه غوره کړي.
له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د سند په اړه د روان لمريز کال د لړم په ٢٥مه، په کابل کې دوديزه لويه جرګه جوړه شوه، چې دې جرګې د افغانستان ملي حاکميت ته د درناوي ترڅنګ د يو لړ نورو شرطونو په وړاندې کولو سره د دغه سند د لاسليک ملاتړ کړى و.
ځينو غربي رسنيو راپور ورکړى و، چې ولسمشر حامد کرزى تر سخت فشار لاندې دى او ګواښل شوى، ترڅو د افغانستان په اړه د امريکا د شيکاګو له کنفرانس مخکې دې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړي.
ايمل فيضي هم منلې وه، چې ولسمشر کرزى تر يو لړ فشارونو لاندې دى، چې د شيکاګو تر کنفرانس مخکې دې ياد شوى سند لاسليک کړي
ټاکل شوې ده، چې د شيکاګو کنفرانس د ٢٠١٢ زېږديز کال د مې مياشتې په ٢٢مه، جوړ شي.
تېره مياشت د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې په ډاګه شوه، چې د بګرام په زندان کې دامريکايي ځواکونو لخوا له زندانيانو سره ناوړه چلند کېږي او ددې زندان ژر تر ژره افغان ځواکونو ته د لېږدولو پرېکړه وشوه.
ولسمشر په همدې موخه يوه کمېسيون ته دنده وسپارله، چې په يوه مياشت کې دغه کار ترسره کړي، خو امريکايي ځواکونو په دې پلمه ، چې افغان ځواکونه ددې وړتيا نه لري، ددغه زندان دچارو له لېږد ډډه کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن