هرات (پژواک ٢١ کب ٩٠): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته کې دوه طالبان و وژل شول او په دغه ولايت کې د مرمر ډبرو د رايستلو د شرکت درې کارکوونکي تښتول شوي دي.
د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان رضا حکيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس نن (د کب ٢١مه) له غرمې مخکې د زيرکوه سيمې د علي اباد په کلي کې د طالبانو له کمين سره مخ شول.
نوموړي زياته کړه، چې په ترڅ کې يې نښته رامنځته شوه، چې پايله کې يې دوه طالبان و وژل شول او يو پوليس ټپي شو.
د حکيمي په وينا، ټپي د شينډنډ روغتون ته لېږدول شوى او د روغتون موظفو ډاکترانو يې روغتيايي حالت ډاډ من ښودلى دى.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، ناپېژانده وسلوالو دوه ورځې وړاندې د هرات په چشت ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو د يوه شرکت درې کارکوونکي تښتولي دي.
د هرات د صنعت کارانو د ټولنې مشر حميدالله خادم نن (د کب ٢١مه) پژواک ته وويل، چې له چشت ولسوالۍ څخه د رارسېدلي راپور له مخې، د مرمر ډبرو د را ايستلو شرکت درې کارکوونکي، چې دوه ورځې وړاندې د ډوډۍ خوړلو لپاره اسفر کلي ته وربلل شوي وو، د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوي دي.
خادم وويل، چې انسان تښتوونکي د هغوى د پرېښودو په بدل کې پيسې غواړي، خو هغه د پيسو کچه ونه ښوده.
همدرانګه د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد پژواک ته وويل، چې د مرمر ډبرو داستخراج د شرکت پنځه کارکوونکي تښتول شوي وو، د را رسېدلي راپور له مخې، درې تنه يې خوشي او دوه نور لا هم له تښتوونکو سره برمته دي.
هغه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل، چې پېښه د پوليسو له لوري ترڅېړنې لاندې ده.
د هرات د صنعت کارانو د ټولنې مشر وايي، که څه هم د دغه ولايت امنيتي ارګانونه د امنيت د ښه کېدو راپور ورکوي، خو د انسان تښتونې پېښې په دغه ولايت کې دوام لري او د پانګه والو په کارونو يې منفي اغېز کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په تېرو ٢٠ ورځو کې دوه ماشومان، چې د دغه ولايت د دوو سوداګرو زامن وو، د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوي او تر اوسه يې د برخليک څه څرک نه لګېږي .
خادم وويل: ((که چېرې وضعيت په دې ډول دوام ومومي، په دغه ولايت کې به پانګه اچونه او سوداګريز فعاليتونه له رکود سره مخ شي.))
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن