کابل ښار (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت د خلکو د اړتياوو او پر واقعيتونو ولاړ د راپور ورکونې او د رسنيو د په ځان بساينې په موخه نن د شتون اعلان وکړ.
د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت (کنسرسيوم) چې له پژواک خبري اژانس، د صبا خپرنيزې موسسې او کليد خپرنيز ارګان څخه جوړ شوى دى، نن د کب ٢٢ مه، په کابل د يوې خبري ناستې په ترڅ کې په رسمي توګه د شتون اعلان وکړ.
د صبا د خپرنيزې موسسې مشر عبدالسلام رحيمي د دغه مشارکت موخه پر واقعيتونو ولاړ راپور ورکونه وبلله، ترڅو خلک پر افغاني رسنيو باور ولري.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان رسنۍ بايد خپله اجنډا د ټولنې له لومړيتوبونه سره سمه جوړه کړي، ځکه د نوموړي په وينا، نړيوالې رسنۍ د خپلو اړتياوو او موخو له مخې فعاليت کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه مشارکت په جوړېدو سره به د اداري فساد، د ښځو حقونو، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي، د سولې پروسې او د اقتصادي او سوداګريزو چارو د نورو برخو په اړه، پر واقعيتونو ولاړ څېړنيز راپورونه جوړ او خپاره شي.
د نوموړي په وينا، په هغې مشورتي پروسه کې چې دوى د ياد کنسرسيوم له جوړېدو مخکې درلودله، ګڼ شمېر رسنيو او د مدني ټولنې بنسټونو د افغانستان د ازادو رسنيو له مشارکت څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل په دغې خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت د ټولو هغو رسنيو لپاره د همغږۍ مرکز دى، چې په رښتيني ډول د خلکو په خدمت کې وي او له هر ډول تبعيض څخه پاک وي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه مشارکت اصلي موخه د داسې چاپېريال رامنځ ته کول دي، چې په هغه کې افغاني رسنۍ او د مدني ټولنې ټول سکتورونه د يوه رسنيز پروګرام د ملاتړ، بډاينې او خپراوي لپاره يو ځاى کار وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((د مشارکت په څلور کلن کاري پلان کې د راپور ورکونې يوه داسې نوې لاره په پام کې نيول شوې، چې پخه به وي او له لارې به يې خپل ملي رسالت ته ژمن واوسو.))
د نوموړي په وينا، د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت په ټولنه کې د عدالت د پلي کولو، اقتصادي، کلتوري، ديموکراسي او ښې حکومتوالۍ په برخو کې هڅه کوي، چې له سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو او سازمانونو سره د تړونونو د لاسليکولو له لارې په سيمه ييزه او نړيواله کچه د افغاني رسنيو د توليدي مطالبو د خپرېدو لپاره زمينه برابره کړي.
نوموړي وويل: ((مشارکت د راډيويي او تلويزيوني ډرامو د چمتو کولو ترڅنګ پر بشري حقونو او انتقالي عدالت د متمرکزو غير دولتي سازمانونو سره يو ځای، د روغې جوړې په برخه کې سيستماتيک کار کوي او په منظم ډول داسې تبليغاتي اعلانونه خپروي، چې هيله لرونکې اغېزې ولري او د ټولنې وګړي خپلو مسووليتونو ته متوجه کړي.))
نوموړي زياته کړه، چې په خپلو پښو د ازادو رسنيو درول د مشارکت له لومړيتوبونو څخه دى، نو له همدې امله د کره کړنلارو او اوږدمهالو سوداګريزو پلانونو له لارې د ازادو رسنيو د سکتور د په ځان بساينې لپاره کار کوي.
د کليد د خپرنيز ارګان رييس شهير احمد زهين په دغې ناسته کې وويل، چې د دغه مشارکت له لارې خبريالان کولى شي، د څېړنيزو راپورونو د جوړولو لپاره معلومات د دغې ټولنې له همکارو رسنيو څخه ترلاسه کړي، ترڅو ورڅخه په خپلو راپورونو کې کار واخلي.
نوموړي زياته کړه: ((د هرې ورځې په تېرېدو سره د خبريالانو د فعاليت لپاره ستونزې زياتېږي او د هېواد د رسنيو ترمنځ د همکارۍ په رامنځ ته کېدو سره کولى شو، د هېواد په هرې سيمې کې معلوماتو ته لاسرسى ولرو او خلکو ته په سمه توګه معلومات وړاندې کړو.))
د افغانستان د ازادو رسنيو د مشارکت په مرامنامې کې راغلي دي، چې اوس مهال ډېره اړتيا ليدل کېږي، چې افغاني رسنۍ له نادولتي بنسټونو سره يوځاى د منظمو هڅو پر لور وهڅول شي، څو د سولې د ټينګښت، د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو او د يوه پر ځان بسيا هېواد په توګه د افغانستان د بيارغونې په برخو کې ونډه واخلي.
همدارنګه په مرامنامې کې راغلي دي، چې د دې وخت رارسېدلى، څو يوه ملي اجماع رامنځ ته شي او افغانان د اصلي لوبغاړو په توګه په پام کې ونيول شي او همدارنګه پيغامونه د افغانستان د خلکو د مالکيت او مشرتابه د پياوړتيا په پام کې نيولو سره خپاره شي.
په مرامنامې کې ويل شوي، چې د دغه مشارکت موخو ته د رسېدو لپاره معلوماتو، اطلاعاتو او تحليلي مطالبو ته لاسرسى اړين دى.
په مرامنامې کې د فعالو مدني ټولنو د کار د پايلو پر شريکولو ټينګار شوى او راغلي: ((نو له دې امله له نادولتي کورنيو سازمانونو، بنسټونو او څېړنيزو مرکزونو سره، چې په ورځني ډول د عدالت، روغې جوړې، په سوله ييز ډول د شخړو د هوارولو، د افغانانو د مالکيت او ډيموکراتيکو ارمانونو لپاره کار کوي، په دوه اړخيزو همکاريو هوکړه شوې ده. هغه پايلې، چې دوى يې ترلاسه کوي، بايد له ټولو افغانانو سره شريکې شي.))
د ياودنې وړ ده، چې د پژواک خبري اژانس، صبا خپرنيزې موسسې او د کليد خپرنيز ارګان ترڅنګ، ٦٠ راديوګانې، په ١٦ ولايتونو کې ټلويزيوني اسانتياوې، دوه مهمې اونيزې مجلې (مرسل او کليد)، د سپيدې مجله او درې وېبپاڼې د دغه کنسرسيوم همکاران دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن