جلال اباد (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د امريکا متحدو ايالتونو او د ننګرهار د سوداګرۍ خونې پر مټ د جلال اباد ښار په ښځينه بڼ کې د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د دغه نندارتون د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه ډول نندارتونونو څخه موخه هغو سوداګريزو توکو ته وده ورکول دي، چې د ښځو له لوري په کوچنيو سوداګريزو مرکزونو او کورونو کې چمتو کېږي.
د نندارتون مشرې نورين هاشم پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه يو ورځني نندارتون کې د کوچني کاروبار شلو مېرمنو لاسي ګنډونه، له مريو جوړ شوي ډول ډول شيان، يخنونه او نور د خرڅلاو لپاره نندارتون ته راوړي دي.
نورين زياته کړه، چې د امريکا هېواد د سټېټ ډيپارټمنټ د يو کلنې پروژې له مخې دوى وخت ناوخت دغه ډول نندارتونونه جوړوي، څو لاسي صنعت وده وکړي.
د نندارتون يوې ګډونوالې مېرمن شريفې احمدزۍ پژواک ته وويل، چې په ټول ننګرهار کې کابو لس زره مېرمنې په غاليو اوبدلو او لاسي صنايعو په چمتو کولو بوختې دي، چې په وينا يې، دغه ډول نندارتونونه يې د توکو اخيستونکي، راجلبوي.
د بهسودو ولسوالۍ يوه چلوونکي اسدالله پژواک ته وويل، چې دولت بايد په نندارتون کې د اېښودل شوو توکو په بيو کې کموالى راولي.
نوموړي زياته کړه: ((دلته ما يوه ښځينه کميس بيه کړ، چې څلور زره افغانۍ قيمت يې درلود، خو همدغه ډول کميس په جلال اباد ښار کې په څلور زره کلدارو پيداکېږي.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن