ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لومړي زون سرحدي پوليس پر پرمختللو پوځي وسايطو سمبال شول

13 Mar 2012 - 14:53
13 Mar 2012 - 14:53

جلال اباد (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د کورنيو چارو وزارت له خوا د ختيځو ولايتونو د سرحدونو د ښې ساتنې په موخه د لومړي زون سرحدي پوليسو ته ٣٠٠ زغره وال وسايط ورکړل شول.

په ننګرهار کې د لومړي زون د سرحدي پوليسو درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو وسايطو کې ګڼ شمېر (چينه هموي) چې په سيمه ييز اصطلاح کې ورته زرهي پوښ وايي، شامل دي.

حسين خېل وويل، چې ډېر ژر به د کورنيو چارو وزارت له لوري دوى ته نور وسايل، تجهيزات او اکمالات هم ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، له دغو مرستو وروسته يې اوس ځواکونه کولى شي، چې له ډيورند کرښې سره په اوږدو کې ټولې سرحدي سيمې تر کلکې امنيتي څارنې لاندې ونيسي او د وسلوالو مخالفينو د تګ راتګ مخه ډب کړي.

 ايوب حسين خېل زياتوي: ((زموږ ثقيل ټولى هم له يوه کال راهيسې په درنو وسلو سمبال شوی او ډېر ژر به ترلاسه شوي پوځي وسايط اړوند کنډکونو ته ولېږدول شي.))

د لومړی زون سرحدی پوليسو مطبوعاتي مسوول ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې د نړيوال نورم درلودونکي بار وړونکې لارۍ هم دوى ته ورکړل شوې دي.

د نوموړي په وينا، ترلاسه کړي پوځي وسايل په پرمختللو مخابروي سيستم او وسايلو سمبال دي او خپل هدف ښه په نښه کولاى شي.

ادريس مومند وويل، د ننګرهار ولايت د حصارک او د نورستان د برګ مټال ولسواليو امنيتی چارې هم اوس د سرحدي پوليسو ولکې ته ورغلې دي.

دى وايي، چې د لومړي زون سرحدي پوليسو د ماموريت سيمه ٦٠٠ کيلومتره تشکيلوي، چې له دې مخکې دوى له ځينو ستونزو سره مخ وو.

د يادونې ده، تېر کار د پاکستاني ځواکونو د بريدونو پر مهال، چې د ننګرهار پر ګوشتې او د کونړ پر سرحدي ولسواليو يې کړي وو، سرحدی پوليسو ګيله درلوده، چې لرې هدف ويشتونکې وسلې او پوځي تجهيزات نه لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version