ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجوايي پېښې پر پلاوي بريد کې دوه تنه ټپيان شول

13 Mar 2012 - 20:01
13 Mar 2012 - 20:01

کندهار ښار (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د ولسمشر کرزي له خوا کندهار ته په استول شوي پلاوي کې د هغه دوه وروڼه عبدالقيوم کرزى او شاه ولي کرزى هم شامل وو.

د ياد پلاوي مشري د ملي دفاع د وزارت لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي کوله او له ده سره د کورنيو چارو د وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمن رحمان، د ملي امنيت استازى ډګر جنرال عبدالقيوم کټوازى، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پلټنې رييس عبدالهادي جبارخېل، د ولسي جرګې ځينو غړو او يو شمېر خبريالان يوځاى د پنجوايي د زنګ اباد سيمې د نجبيانو کلي ته سفر وکړ.

دغه پلاوي نن د کب په ٢٣مه، د نجيبانو د کلي په يوه جومات کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره غمشريکي وکړه.

د ولسمشر کرزي ورور عبدالقيوم کرزي په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه پېښه يواځې د پنجوايي او کندهار د خلکو غم نه دى، بلکي ټوله نړۍ پرې غمجنه ده.

کرزي د سيمې د اوسېدونکو د زغم او حوصلې څخه مننه وکړه.

نوموړي زياته کړه، دلته د دوى راتګ کوم سياسي هدف نه لري او يواځې له خپلو خلکو سره غمشريکي کول دي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک ته وويل، په کوم جومات کې چې خلکو د غمشريکي مراسم پرځاى کول، پر هغه جومات د وسلوالو طالبانو له خوا بريد وشو، چې له امله يې يو ملکي وګړى او د ملي اردو يو سرتېرى ټپيان شول.

نوموړي زياته کړه چې دغې نښتې لس دقيقې دوام وکړ.

د ياد پلاوي مشر لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي پژواک ته وويل: ((زه نن د پېښې ځاى ته تللى وم او هلته راسره د سيمې خلکو خپل معلومات شريک کړي دي.))

ده زياته کړه چې په دغې سيمه کې د امريکا ځانګړي ځواکونه مېشت دي.

نوموړي وويل، چې په پنجوايي کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د قطعې مشر ورته ويلي، چې هغه امريکايي سرتېرى به ورسره مخ کړي، چې ملکي وګړي يې وژلي دي.

جنرال کريمي وويل، چې په دې پېښه کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او دغه عمل يې يو جرم وباله.

د کريمي په خبره، د پلټنو پايلې به په سيمه کې د امريکايي قطعې له مرستې وروسته په ډاګه شي.

د کندهار والي توريالي ويسا خبريالانو ته وويل، چې دغه عمل يوه غير انساني کړنه ده او ژورو پلټنو ته اړتيا لري او له دقيقو څېړنو وروسته به يې پايلې په ډاګه شي.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد وزير چې په دغې پېښه کې يې د کورنۍ ١١ غړي وژل شوي، په دې سيمه کې د امريکايي ځواکونو د بيس د تړلو او ترڅنګ يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېري د علني محکمې غوښتنه کوله.

ياد پلاوي د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د يو تن پر سر سل زره افغانۍ او ټپي شوي کس سره د پنځوس زره افغانيو مرسته وکړه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version