ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې افغانستان پي اېن جي ته ماتې ورکړه

13 Mar 2012 - 13:49
13 Mar 2012 - 13:49

کابل (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اووريز نړيوال جام ته د لارموندنې د غوراوي سياليو په لړ کې پي اېن جي ته په ماتې ورکولو په بريا سره خپل سفر پيل کړ.

دغه لوبه نن (د کب ٢٣مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې منېجر شفيق الله ستانکزي د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ يې پي اېن جي (پاپوا نيو ګيني) ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د پي اېن جي لوبډله په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١١٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١١٣ منډو هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي، درې، محمد نبي، شاه پور ځدراڼ او سميع الله شينواري يو يو لوبغاړى وسوځول.

ستانکزي وويل، چې د افغانستان ملي لوبډله هدف په نولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

نوموړى وايي، چې د افغانستان له لوري محمد نبي تر ټولو ښه لوبه وکړه او له سوځېدو پرته يې ٥٢ مندې جوړې کړې، دغه راز کريم صادق او نوروز منګل په ١٩ منډو جوړولو بريالي شول.

د ملي لوبډلې د منېجر د معلوماتو له مخې، محمد نبي د دې لوبه غوره لوبغاړى اعلان شو.

د شل اووريز نړيوال جام سيالۍ، چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ يې نن په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې په کې ١٦ لوبـډلې برخه اخلي.

له دغو شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو له لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې برخه اخلي.

په دغو سياليو کې افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ، ايرلينډ ، اټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ، عمان، پي اېن جي، سکاټلينډ، يوګنډا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version