ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: امريکايي سرتېرو تر روسانو ناوړه کارونه پيل کړي دي

13 Mar 2012 - 13:43
13 Mar 2012 - 13:43

کابل (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د مشرانو جرګې غړو په کندهار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په غبرګون کې خپله نننۍ غونډه پرېښوده او د نيم ساعت لپاره د اعتراض په ډول د ملي شورا په انګړ کې د واورو پر سر ودرېدل .

وړمه ورځ د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې امريکايي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ ملکي وګړي په خپلو کورونو کې و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وويل، چې تر هغه به دوى خپل مدني حرکتونو ته ادامه ورکړي، ترڅو چې د يادې پېښې عاملين د قانون منګولو ته نه وي سپارل شوي.

مسلميار پر امريکايي ځواکونو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې له روسانو څخه يې ناوړه کارونه په افغانستان کې پيل کړي دي.

هغه زياته کړه: ((که اړتيا پېښه شي، د افغانستان د ازادۍ لپاره به د خلکو ترڅنګ ودرېږو.))

مسليمار د افغانستان د ټولو ولايتي شوراګانو له غړو غوښتنه وکړه، چې خپل دفترونه وتړي او د دوى ترڅنګ د خلکو په غم کې ځانونه شريک کړي.

په دغې جرګه کې د کندهار استازي امان الله عظيمي هم د امريکايانو په بريد کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې د عاملينو لپاره د علني محاکمې او سختې سزا غوښتنه وکړه.

عظيمي وويل، چې امريکايي ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې تر ډزو وروسته وژل شوو کسانو ته اور اچولى دى.

هغه زياتوي: ((دغو کفارو په وار وار په افغانستان کې دغه شان ناروا کړنې ترسره کړې دي.))

په ياده جرګه کې د کندهار استازې رونا ترين هم وويل، دغه اول ځل نه دى، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې دغه شان بشري ضد کړنې ترسره کوي.

دې هم وويل، چې د يادې پېښې عاملين بايد په علني ډول په افغانستان کې محاکمه شي.

د ترين په وينا، دغه پېښه بايد افغان دولت په جدي ډول وڅېړي او له عاملينو سره يې جدي برخورد وکړي.

په دغې جرګه کې د اهل هنود او سکانو استازې انارکلي هنريار هم د کندهار بريد په کلکه وغانده او د عاملينو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

د هنريار په وينا، په کندهار کې او د هېواد په نورو سيمو کې د ملکي وګړو وژل د بشري حقونو له ټولو اصولو او نورمونو خلاف کار دى.

انارکلي وويل، چې مشرانو جرګه هم بايد د يادې پېښې د څېړنې په موخه يو پلاوى وټاکي.

تېره ورځ ولسي جرګې هم په کندهار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په غبرګون کې خپله دروازه وتړله او په علني توګه يې د دې پېښې د عاملينو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر او دفاع وزير له ولسمشر حامد کرزي سره په تيلېفوني خبرو کې ويلي، چې د ياد بريد موضوع به جدي څېړې او عدالت به په کې تامينوي.

د امريکا د ملي دفاع وزير ويلي، چې د بريد عاملينو ته به سزا ورکړل شي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version