ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی: نړیوال ځواکونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو راووځي

15 Mar 2012 - 18:11
15 Mar 2012 - 18:11

کابل (پژواک ٢٥کب ٩٠) ولسمشر حامد کرزى له امریکا وغوښتل چې نړیوال ځواکونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو څخه راواېستل شي او په خپلو پوځي اډو کې دې ځای پرځای شي.

 په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې ولسمشر دغه غوښتنه د کب په ٢٥مه، په ارګ کې د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا سره په کتنه کې وکړه او زياته يې کړه، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د هېواد د کلیو امنیت په خپله وساتي.

 حامد کرزي په کندهار کې وروستۍ پېښه د افغانستان پر خلکو ظلم او بې رحمي وبلله او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې دې له دارنګه پېښو څخه په قاطعانه ډول مخنیوی وشي.

 د کب په ٢١مه، امريکايي ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پر څو کورونو بريدونه وکړل، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ عام وګړي ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

  دغې پېښې په نړيواله کچه د بېلابېلو هېوادونو او ادارو غبرګونونه راپارولي او دا يې يوه لويه غمېزه ګڼلې ده.

 خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کندهار پېښو ته ورته نورو پېښو د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکو زيانمنې کړې دي، نو بايد په راتلونکي کې په جدې ډول د دا ډول پېښو مخنیوی وشي.

 خبرپاڼه د ولسمشر له خولې ليکي، چې یادو پېښو د افغانستان د خلکو اعتماد او باور د بهرنیو ځواکونو په اړه زیانمن کړی دی؛ نو په کار ده چې دغه اعتماد بېرته راژوندی شي.

  حامد کرزي وويل: ((دا کار هغه وخت ممکن دی چې بهرني ځواکونه د افغانستان د خلکو دیني او فرهنګي ارزښتونو ته په تمامه معنا احترام وکړي، هېڅ یو بهرنی سرتېری د افغانانو کورونو ته داخل نه شي او ټوله توجه د هېواد بیارغونې او اقتصادي مرستو ته واړول شي.))

 همداراز ولسمشر کرزى د امریکا له دفاع وزیر څخه وغوښتل، چې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د پېښې په هکله په شفاف ډول څېړنې تر سره او عاملینو ته دې سزا ورکړل شي او ترڅنګ يې بايد په دې برخه کې د افغانستان له چارواکو سره هم په بشپړ ډول مرسته وشي.

 هغه زياته کړه: ((افغانستان همدا اوس چمتو دى چې ټول امنیتي مسوولیتونه په بشپړه توګه په خپله غاړه واخلي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه بهیر دې په چټکه توګه عملي شي او واک دې افغانانو ته وسپارل شي.))

 حامد کرزي وويل، چې دواړه خواوې دې پر دې کار وکړي، ترڅو له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د  امنیتي مسوولیتونو د لېږد بهیر د ۲۰۱۴ کال پر ځای په ۲۰۱۳ کې بشپړ شي.

 په دې کتنه کې د امریکا د دفاع وزیر ليون پنیټا یو ځل بیا د کندهار د پنجوایي د پېښې په اړه ژوره خواخوږي وښوده او زياته يې کړه، چې د کندهار د پېښې په اړه به په جدي توګه څېړنې تر سره کړي او ترسره کوونکی به يې د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي

 د امریکا د دفاع وزیر ويلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر ژر او په برياليتوب سرته ورسېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم د پنجوايي د پېښې له امله خپله خواشيني ښودلې او په دې اړه يې د پلټنې لارښوونه کړې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version