ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

15 Mar 2012 - 16:20
15 Mar 2012 - 16:20

پلخمري-فراه (پژواک ٢٥ کب ٩٠): په بغلان او فراه ولايتونو کې د دوو جلا عملياتو په ترڅ کې درې وسلوال طالبان وژل شوي، د يوه قوماندان په ګډون اته تنه ټپي او درې نور نيول شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد کمين نن (د کب ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه قوماندان پر کور د ايساف ځواکونو له خوا عمليات ترسره شول.

هغه وويل، چې په عملياتو کې يو طالب قوماندان محمد موسى، چې تازه له پاکستان نه دې ولسوالۍ ته راستون شوى وو، له خپل ورور سره ونيول شو.

کمين زياته کړه، دغه کس په بغلان ولايت کې په ورانکارو کړنو او ماين چاودنو کې لاس درلود.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره پژواک خبري اژانس ته د دغو عملياتو پخلى کړى او ويلي يې دي، چې د وسلوالو طالبانو د يوه مشر د نيولو هڅه يې کوله.

د خبرپاڼې په وينا، د طالبانو له دغه مشر سره يوشمېر نور اورپکي هم له يو اندازه وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي، څلور ټپي او پنځه نيول شوي دي.

د فراه ولايت د ملي امنيت يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات دوه ورځې مخکې په ياده ولسوالۍ کې پيل شوي وو.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې تېره ورځ درې وسلوال طالبان و وژل شول، څلور ټپي او پنځه نور نيول شوي دي.

هغه په ډاګه کړه، چې په دغو عملياتو کې له يادو کسانو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي، خو اندازه يې په ډاګه نه کړه.

که څه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د ايساف د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي، چې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې يې د ملي اردو يو شمېر سرتېري وژلي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د ملي اردو پر رينجر موټر الوتى دى، چې له امله يې څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version