خوست ښار (پژواک ٢٥ کب ٩٠): په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا په روزنيز مرکز کې د ملي اردو ٦٠٩ سرتېرو د فراغت بري ليکونه ترلاسه کړل.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمد ناصر هدايت د کب پر ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سرتېري نن د دغې لوا له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې به پر دندو وګومارل شي.
د هغه په وينا، دغو سرتېرو ته، چې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي، د مسلکي ښوونکو له خوا اته اونۍ زده کړې ورکړل شوې دي.
نوموړي وويل، چې د دغو سرتېرو ډېر شمېر به يې په خوست ولايت کې پر دندو وګومارل شي.
ده له فارغو سرتېرو وغوښتل، چې له هر ډول توپير پرته د خلکو او پولو په پوره امانتدارۍ ساتنه وکړي او خپلې دندې په صادقانه ډول ترسره کړي.
د باميانو ولايت اوسېدونکي او فارغ شوي سرتېري صفرمحمد پژواک اژانس ته وويل، خوښ دى، چې خپلې زده کړې يې په برياليتوب سرته ورسولې.
ده وويل: ((د هېواد په هر ولايت او هره سيمه کې چې وي، زه به شپه او ورځ په ځان يوه کړم او خپلو هېوادولو ته به خدمت وکړم.))
د پکتيا اوسېدونکي غازي محمد بيا وويل، چې د لومړۍ لوا په ښوونيز مرکز کې يې د نظامي زده کړو ترڅنګ ټولې اړينې ديني زده کړې هم وکړې.
ده زياته کړه، چې د پوځي زده کړو ترڅنګ يې دغه راز ليک لوست هم زده کړی دی.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن