اسلام اباد (پژواک ٢٥ کب ٩٠): په پېښور کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د يوه افسر د وژل کېدو ترڅنګ څلور نور پوليس ټپي شوي او دغه راز په خيبر ايجنسۍ کې د پنځو ناپېژانده کسانو مړي موندل شوي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې د ماين شنډولو ادارې يوه مسوول شفقت ملک د کب په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار پر ځايي وخت نهه بجې د پېښور ښار په پشتحره چوک کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، ځانمرګى بريد په سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر ترسره شو، چې له امله يې د پوليسو يو افسر و وژل شو او دوه سرتېري ټپي شول.
نوموړي وويل، چاودنه ښيي، چې په دغه ځانمرګي واسکټ کې شپږ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
د پېښې يوه عيني شاهد حبيب ګل پژواک اژانس ته وويل، چې د پوليسو موټر د پشخره په سيمه کې په رېنګ روډ (حلقوي سړک) ولاړ و، چې ځانمرګى بريد پرې وشو.
د ده په وينا، دغه ځانمرکي بريدګر، چې شاوخوا شل کلن به و، د پوليسو د موټر پر لور يې منډې وهلې او ځان ته يې چاودنه ورکړه.
هغه وويل، چې په دې پېښه کې د پوليسو موټر بشپړ ويجاړ شو او څلور پوليس يې وليدل، چې پر ځمکه پراته وو.
خو د حيات اباد روغتون يوه ډاکتر سلمان اپريدي پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې دوى ته د يوه افسر په ګډون پنځه پوليس ور وړل شوي، خو ياد افسر د ډېرو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هغه په وينا، چې په پاتې ټپيانو کې د بل يوه روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.
د يوه بل خبر له مخې، دولتي چارواکي وايي، چې په خيبر ايجنسۍ کې د پنځو ناپېژانده کسانو مړي په داسې حالت کې موندل شوي، چې پر ډزو ويشتل شوي دي.
په سيمه کې يوه دولتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مړي نن سهار د خيبر ايجنسۍ په سپاه سيمه کې موندل شوي دي.
د هغه په وينا، موندل شوي مړي تر اوسه نه دي پېژندل شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د دغو پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړ نه دى اخيستى.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن