کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د يونيم ميليون ډالرو په ارزښت په کابل ښار کې د پامير سينما ته څېرمه د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه د موټرو لپاره يو پول جوړ شو.
ياد پول د جاپان په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو د پروژويي خدمتونو د دفتر (UNOPS) له خوا جوړ شوى دى.
کابل ښاروال محمديونس نو اندېش دياد پول د پرانيستنې پر مهال خبريالانو ته وويل، چې د (اسمايي) په نوم دغه پول څه باندې ٢٠ متره سور او ٣٤ متره اوږدوالى لري.
ده زياته کړه، چې دغه پول د ژمي د درې مياشتو په اوږدو کې جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
هغه وايي، چې دغه پول په کابل ښار کې د ارتل پر پله، چې بيارغونې ته اړتيا لري، د ترافيکې ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه جوړ شوى دى.
سرچينه زياتوي، چې جاپان ٨،٢ ميليون ډالره له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې، چې له دغو پيسو څخه د اسمايي پول او د ښاروالۍ د پروژو د بيارغونې ودانۍ جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د دغو پيسو پاتې برخه به د ارتل پله پر بيارغولو او د يو شمېر سړکونو پر رغولو ولګول شي.
ښاروال وويل، چې د دغو پروژو ترڅنګ د يو شمېر نورو پلونو او پارکونو جوړېدو کار هم په کابل ښار کې روان دى، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په ياده غونډه کې د کابل ښار د ترافيکو مدير مل پاسوال اسدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه پول په جوړېدو سره به په کابل کې ښار کې د موترو ګڼه ګوڼه ډېره کمه شي.
خو هغه زياته کړه، چې په کابل ښار کې د ورته نورو پلونو جوړېدو ته هم اړتيا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د ليندۍ په مياشت کې د جاپان د نهه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د کابل ښار د نواباد په سيمه کې د (شېر دروازې) په نوم پول، چې ١٦ متره سور او ٤٥ متره اوږدوالى لري، جوړ شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن