ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د ګاز، پټرولو او سرو زرو بيې لوړې شوې

15 Mar 2012 - 12:21
15 Mar 2012 - 12:21

کابل ښار (پژواک ٢٥ کب ٩٠): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو، اوبلن ګاز او پټرولو بيې لوړې شوې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٥٠ څخه ٢٣٠٠ افغانيو او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٨٥٠ افغانيو څخه ١٩٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل، چې د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو په بيې پورې تړلې ده.

د تايمني د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمدصديق وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو لېتر ډېزلو بيه په ٦٤ افغانۍ، خو د پټرولو بيه له ٦٣ څخه ٦٦ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه وويل، چې د پټرولو د بيې د لوړېدو د لامل په اړه کره معلومات نه لري، خو زياته کړه: ((داسې ويل کېږي چې ډېره واوره شوې او د سالنګ د لارې بندېدو له امله د تېلو ټانکرونه نه شي راتلاى؛ ځکه تېل قيمته شوي.))

تېره شپه د سالنګ لاره د پنځو ورځو له بندوالي وروسته بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.

د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل ښار کې د اوبلن ګاز بيه هم لوړه شوې ده.

د تايمني پروژې د پنځم سړک د ګاز يوه پلورنکي عبدالله وويل، چې نن يو کيلو اوبلن ګاز په ٧٠ افغانيو پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبې يې يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوره.

عبدالله هم د سالنګ بندېدل کابل ښار ته د ګاز نه راتلو لامل وباله.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو رييس فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوې ٥٠ کيلويي برازيلۍ بورې عمده بيه د ٧٠ افغانيو په راولوېدو سره په ١٧٨٠افغانۍ ده.

خو هغه وويل، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورۍ وړو بيه ٩٨٠ افغانۍ او د يوې ٥٠ کيلويي لومړۍ درجې سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

د هغه په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤١٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ١٩٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٦٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د برکي په سيمه کې يو هټۍ وال شيراغا وايي، چې په پرچون ډول يوه ٥٠ کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٧٢٠ افغانۍ او يوه ٥٠ کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په ٢٠٠٠ افغانيو پلوري.

هغه زياته کړه، چې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني وړه په ١١٠٠ افغانۍ، يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤٥٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.

د سون لرګيو بيه هم پر خپل ځاى پاتې ده.

د کابل ښار د قلعه چې په سيمه کې د لرګيو يوه پلورونکي فضل محمد وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار ارچه لرګي په ٦٥٠٠ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزاده سراى د سرافانو د ټولنې مشر محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٤٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٤ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٤٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٧ افغانۍ وه.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version