ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال کابل ښاريان په پراخه کچه نيالګي کري

22 Mar 2012 - 15:20
22 Mar 2012 - 15:20

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٠ ) :په تېر ژمي کې ډيرو اورښتونو کابل ښاريان دې ته هڅولي، چې پخپلو کورونو،باغونو اوکوڅو کې په پرېمانه کچه مېوه لرونکي، بې مېوې او زينتي نيالګي کېنوي.

د سپرلي له راتګ سره سم د کابل ښار د تهيه مسکن ، دريېم پروان او د سيلو سيمې تر څنګ د کابل ښار په بېلابېلو سيموکې د مېوه لرونکو،بې مېوواو زينتي نيالګيو د خرڅلاو بازار ونه ګرم شوي دي.

د کابل ښار د تهيه مسکن سيمې يو اوسېدونکى محمد داد، چې د نيالګيو د اخيستو په موخه راغلى و، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې غواړي مېوه لرونکي نيالګي کېنوي اوپه راتلونکي يې له مېوو څخه ګټه واخلي.

هغه پژواک اژانس ته وويل : ((غواړم څو نيالګي په خپل انګړ کې کېنوم ، څو انګړ مې ښايسته او له مېوو يې هم ګټه واخلم.))

نوموړي چې درې د مڼو ، دوه د زردالو او پنځه د ګيلاسو ( الوبالو ) نيالګي اخيستي و، زياته کړه چې تېر ژمي کې  ښې واورې وشوې ، چې له امله به يې دغه بوټي ښه وده وکړي.

د تهيې مسکن په سيمه کې د نيالګيو يوتن پلورنکي عبدالهاشم ، چې د خپلو نيالګيو مخې ته ولاړ و، پژواک اژانس ته وويل چې سږکال د تېر کال په پرتله ډير نيالګي پلورل کېږي.

د هغه په وينا، دا چې د ژمي په موسم کې د ټول هېواد په کچه ښه اورښتونه و، نو له امله يې ډير خلک راځي او بېلابېل  ډول  نيالګي اخلي.

ده وويل :(( په کابل ښار کې دکب د مياشتې تر وروستيو پورې واورې وې او نيالګي اوس بازار ته راوړل شوي .))

د عبدالهاشم په وينا، د تهيه مسکن په سيمه کې ټول نيالګي ځايي دي او د بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او ايران  نيالګي د تېرکال په پرتله ډير کم راوړل شوي دي.

نوموړى وايي:(( زموږ او دپاکستان هوا او خاوره ډير توپير لري،د هغه ځاى هوا ګرمه ده،نو پاکستاني نيالګي په هېواد کې ښه نيتجه نه ورکوي.))

په دريېم پروان کې ٣٥ کلنې آسيې ، چې د ناجو ، ليمو او يو شمېر نور زينتي نيالګي او ګلان  يې  اخيستي و، پژواک ته وويل ((ډيره خوشاله يم ، تېر ژمى ښې واورې وشوې،سږ کال به وچکالۍ نه وي، هيله منده يم ، چې نيالګي به مې ښه وده وکړي. ))

هغې زياته کړه ، چې غواړي دا نيالګي په خپل کور کې دننه اود کور مخې ته کېنوي.

پاچا خان چې په دريېم پروان کې له تېرو لسو کلونو راهيسې نيالګي او زينتي بوټي خرڅوي ،پژواک اژانس ته وويل چې د تېر کال په کچه ډير نيالګي کابل ښار ته راوړل شوي دي.

دده په وينا، واوره ډېره شوې، وچکالي له منځه تللې، ځکه خلک خپلو کورونو او د باغونو لپاره ډېر نيالګي پيري.

هغه زياته کړه چې ډېرى بوټي او نيالګي د کابل ولايت له اړونده ولسواليو څخه راوړل شوي او په ښه بيه پلورل کېږي .

پاچاخان وايي ، چې نيالګي ته په کتو يو نيالګى د ٢٥٠ او ٤٠ افغانيو ترمنځ پلورل کيږي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان د کرنې وزارت چارواکو ويلي، چې دا مهال په هېواد کې ٢٦ ميليونه بېلابېل نيالګي، چې په کې مېوه لرونکي او زينتي نيالګي  هم شته ډېره برخه به يې سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کېښودل شي.

سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي ، چې له دې نيالګيو څخه درې ميليونه يې د کرنې وزارت په قوريو کې شتون لري، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې به کېښودل شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version