کابل (پژواک ٦ ورى ٩١): ايساف د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يو سرتېرى يې پرون د افغانستان په لوېديځ کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دويم سرتېرى يې د افغانستان په سوېل کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
په خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښو کره ځاى نه دى په ډاګه شوى.
بلخوا د ايټاليې د دفاع وزارت اعلان کړى، چې پرون يې د افغانستان په لوېديځ کې يو سرتېرى وژل شوى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن